د چين د بين المللی راډيو د خبريال دخبر له مخی ، د افغانستان د اسلامی جمهوريت رييس حامد کرزی د اګيست په ٢٨ نيټه په کابل کی د هند له صدراعظم منموهن سينګ سره وکتل .
دواړو مشرانو د سيمه ايز امنيت او دوه اړخيز تجارت په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه . د خبرواترو نه وروسته په مطبوعاتی کنفرانس کی صدراعظم سينګ وويل چه هند به په ملی دفاع او نورو ساحو کی افغانستان ته مرسته ورکړی . کرزی وويل چه افغانستان د هند په شمول د بهرنيو هيوادونو د مرستو هرکلی کوی .