
د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزی د روانې مياشتې په اته ويشتمه نيټه په کابل کی دهند له صدراعظم منموهن سينګ سره د خبرو اترو نه وروسته وويل چه د هند او پاکستان ترمنځ د روابطو ښه والی د افغانستان د بيا رغاونې لپاره ګټور دی .
هغه زياته کړه چه افغانستان د نوموړو دوو هيوادونو د هراړخيزو خبرو اترو د بهير د پرمختګ له امله خوښی څرګندوی او ويی ويل چه د پاکستان له لاری هند ته د افغانستان د بهرنی تجارت لاره پرانيستل شويده او د نوموړو دوو هيوادونو د روابطو د ښه والی نه وروسته دا احتمال شته چه د پاکستان له لاری افغانستان ته د هند د بهرنی تجارت لاره پرانيستل شی او د افغانستان پر بيا رغاونې باندی به مستقمه اغيزه واچول شی .
په عين وخت کی هغه وويل چه افغانستان هيله من دی چه ژر ترژره د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ په اتحاديه کی شامل شی .