د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د اګيست په نه ويشتمه نيټه د افغانستان يوه مامور دا خبر تصديق کړ چی په همدې ورځ د افغانستان پوليسو د افغانستان په جنوبی سيمه کی له طالبانو سره جګړه وکړه او شپږ تنه وسله وال طالبان يی ووژل. نوموړي وويل چی جګړه د افغانستان د کندهار او زابل د ولايتونو ترمنځ په پوخ سړک کی پېښه شوه او نژدی يو ساعت يی دوام درلود. د نوموړو وژل شويو شپږو طالبانو نه پرته نور وسله وال کسان تښتېدلی دي. مخکی له دې نه د سپين بولدک په ښار کی د افغانستان شپږ پوليسان د بم د چاودنې له امله ټپيان شويدي.
|