<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-01 18:52:10    
د چين د ٌ شوۍ ٌ د قوم ځانګړی ليک دودونه

cri

د چين له شپږ پنځوسو قومونو څخه يو قوم ٌ شوۍ ٌ نوميږی٠ دا قوم يو شمير ځانګړی لرغونی او قديمی کتابونه لری چه اوس د ٌ شوۍ ٌ قوم لږ شمير هيوادوال دغه کتابونه لوستلای شی٠ دغه کتابونه د دې قوم په لرغونی ليک دود سره ليکل شويدی٠ د ٌ شوۍ ٌ قوم ليک دود د چين له هغه ليک دود سره مشابه دی چه د ژويو پر هډوکو باندی حکاکی شوی ؤ، دغه راز د لرغونی بابل او لرغونی هند له ليک دودونو سره هم ګډوالی لری٠ د متخصصانو په نظر، د ٌ شوۍ ٌ قوم قديمی کتابونه لرغونی تاريخ لری او محتويات يی ډير غنی دی چه د دی قوم دائرۀ المعارف ګڼل کيږی او د چينی ملت د غوره کلتوری ميراثونو څخه هم شميرل کيږی٠

هان زر کاله مخکښی د ٌ شوۍ ٌ قوم اسلافو خپل لرغونی قومی ليک دود جوړکړ ٠ دغه ليک له درو ډولو علامتونو څخه عبارت دی يعنی تصويرونه، هيروغليف او د ٌ هان ٌ قوم ځينی کرکترونه٠ له دغو علامتونو څخه د طبيعت او ژوند په باب د ٌ شوۍ ٌ قوم د اسلافو کتنه او نظر څرګند شويدی٠ ښاغلی ياو بين نې چه د ٌ شوۍ ٌ قوم د لرغونی کتابتونو او مرموز ليک دود په څيړلو کښی لوی لاس لری، وويل چه د ٌ شوۍ ٌ قوم لرغونی کتابونه په قلمی نسخې او خولې له لاری نسل په نسل راپاتی شوی او محتويات يی په فلسفې ، قومی دودونو، د قوم د پيژندنې او جمال پرستۍ پوری اړه لری٠ زما په نظر، د ٌ شوۍ ٌ قوم لرغونی کتابونه داسی کلتوری ميراث دی چه اوس ډير لږ ليدل کيږی٠

د چين د ٌ شوۍ ٌ قوم نفوس څه دپاسه څلور لکه تنه دی او په عمده توګه د چين د جنوب لويديځی سيمې د ګوۍ جو ولايت په ځينو ولسواليوکښی اوسيږی٠ ښاغلی ياو بين لې هم له دی قوم څخه دی٠ هغه وويل چه اوس دننه په چين کښی د ٌ شوۍ ٌ قوم د لرغونی کتابونو څه نا څه لس زره ټوکونه ساتل کيږی او د ليک دود څه دپاسه يو زرو څلور سوه کرکترونه پيژندل شويدی ٠

د ٌ شوۍ ٌ قوم د لرغونی کتابونو اکثر محتويات په فال نيونې پوری اړه لری٠ د ٌ شوۍ ٌ قوم ليک دود د دی قوم د هيوادوالو دپاره مقدس ښکاری٠ دوی حتی يوه هغه ټوټه کاغذ چه پکښی د خپل قوم لرغونی ليک دود شته، هم تر پښو لاندی نه کوی او ورباندی نه کينی٠ د ٌ شوۍ ٌ د قوم د اکثرو هيوادوالو په نظر، طبيعت د دوی د ژوند اساس دی او د ٌ شوۍ ٌ د قوم لرغونی کتابونه او قديمی ليک دود د دوی د روحيې تکيه ده ٠

هغه سړی چه د ٌ شوۍ ٌ د قوم لرغونی ليک دود پيژندلای شی، د دی قوم د خلکو په منځ کښی لوړ حيثيت لری او ٌ محترم ښوونکی ٌ ګڼل کيږی٠ ښاغلی مونګ شی ننګ يو مشهور محترم ښوونکی دی او په کوچنيتوب کښی يی له خپل پلار څخه دغه لرغونی ليک دود زده کاوه٠ هغه وويل چه د ٌ شوۍ ٌ قوم لرغونی کتابونه او ليک دود په ځانګړی شکل سره نسل په نسل راپاتی شويدی ٠ پخوا زما اسلافو يوازی د خپلې کورنۍ نارينه وو غړو ته د ٌ شوۍ ٌ د قوم لرغونی کتابونه او ليک دود ورزده کاوه او ښځو او له کورنۍ څخه بهر خلکو ته يی نه زده کاوه ٠ خو اوس زه دوه شاګردان لرم ٠ عمومأ زه په خپل کور کښی د ٌ شوۍ ٌ قوم لرغونی کتابونه څيړم او کله کله د شاوخوا د کليوالو دپاره د ناروغيو علاج کوم او د نيکمرغۍ او بدمرغۍ فال نيسم ٠

څرنګه چه د شوۍ قوم د ليک دود د خصوصيت له امله اوس د شوۍ قوم لرغونی کتابونو لوستونکی او د دی قوم له لرغونی ليک دود څخه استفاده کوونکی ګام په ګام کم شويدی٠ په چين کښی د ښاغلی مونګ شی ننګ په شان د شوۍ قوم څه دپاسه زر تنه محترم ښوونکی شته ، خو له دوی څخه د اکثريت عمر له شپيتو کلونو څخه اوښتی دی٠

د ښاغلی مونګ شی ننګ په نظر، د شوۍ قوم د هر محترم ښوونکی دماع د دی قوم د کلتوری معلوماتو ژوندی زيرمنه ده ، د شوۍ قوم د لرغونی کتابونو او ليک دود د ساتلو او ژغورلو دپاره بايد لومړی د شوۍ قوم د محترمو ښووونکو حمايت وکړی ٠ ده وويل چه زما په نظر، بايد لومړی د شوۍ قوم د لرغونی کتابونو د لوستونکو او د لرغونی ليک دود د استعمالوونکو او په تيره بيا د دی قوم د محترمو ښوونکو حمايت وشی او بيا په ښوونځيو کښی مربوط زده کوونکی وروزل شی تر څو چه د شوۍ قوم دغه ځانګړی کلتور نسل په نسل پاتی شی ٠

له زياتو کالو راهيسی، د چين د شوۍ قوم لرغونی کتابونه او قديمی ليک دود د ځانګړی جذابيت او د څيړنې دپاره د ډير لوړ ارزښت په وسيله د نړۍ د ژبو د علومو د ټولنې توجه راجلبه کړيده٠ د فرانسې د ټولنيزې علمی اکاډمۍ په اړه د ختيځې اسيا د ژبو د انستيټيوټ ډاکتری ميرمن باربارا نېديدرير وويل چه د چين د شوۍ قوم د لرغونی کتابونو او ليک دود مطالعه کول د بشری ، ژبو او تاريخ په باب د علومو دپاره ستر اهميت لری٠