د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، په افغانستان کی امريکايی پوځ د سپتمبر په دوهمه نيټه دا خبر تصديق کړ چه امريکايی پوځ او د افغانستان حکومتی پوځ په همدې ورځ د زابل په ولايت کی د طالبانو د وسله والو عناصرو د بريد سره مخامخ شول چه په نتيجه کی يو امريکايی عسکر او د افغانستان يو ترجمان مړه شول او د طالبانو دوه تنه وسله وال عناصر هم په نوموړی جګړه کی مړه شول چه د طالبانو په مړه شويو کسانو کی د سيمی د قوماندان مرستيال هم شامل وً.