<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-03 17:35:37    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې قدرمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ د سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو . مونږ تل هڅه کوو چه د دغی خپرونې له لارې له تاسو محترمو اوريدونکو سره اړيکی ټينګی وساتو او هيله کوو چه د خپرونی په لا بړاينه کی خپلې نظريی ، وړانديزونه او مشوری له مونږ سره شريکی کړی .

جونګ – زه هم د يادو شويو خبرو تر څنګ د اوايم چه ګران اوريدونکی دی د تل په شان دخپلو ليکونو لړی له مونږ سره وساتی او هم دی خپل ليکونه واخی او څرګند ډول وليکی ، تر څو مونږ وکولای شو چه هغه په هيحع توګه ولولو او په سمه توګه پرته له کومی ستونزی يی خپاره کړو .

رمز – د دې لنډو يادونو نه وروسته به لومړی ليک راواخلو چه څه پکی ليکل شوی او د کوم اوريدونکی له خوا رااستول شويدی .

جونګ – رمز صاحب مهربانی وکړی : دا لومړی د چا دی او څه يی ليکلی دی .

رمز – دا ليک زمونږ د خپرونې دايمی اوريدونکی محمد اقبال بشر دوست اريوبی د پاکستان د صوبه سرحد کوهاټ کهمکول دايم نمبر کمپ څخه راليږلی او ليکی چه زه او زما مرستيال جمال الدين او د کلب ټول غړی سلامونه وړاندی کوو . بيا پخپل ليک کی ليکی : اريوب کلب ستاسو يو دايمی کلب دی او ستاسی خپرونې دپاره په زړه پوری کوششونه کوی . اريوب کلب غواړی چه ستاسی اوريدونکی زيات شی او ستاسی خپرونې دپاره زيات ليکونه دروليږی او ستاسی خپرونه پدی لا زياته ښايست شی .زمونږ دی مصرونيت باوجود ستاسو د خپرونې د لا ښه کيدو دپاره تل هڅه کوو او خپل قميتی وخت وقغوو ، ستاسو خپرونه مونږ دی ته اړ کوی چه ليکونه

دروليږو او خپلې قلمې اړيکی ټينګی وساتو .

جونګ – د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی مرستيال يی جمال الدين او دکلب ټولو غړو ته يی مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو . زمونږ د خپرونې سره د دوی د مينې او علاقی څخه مننه کوو او کوششونه يی ستايو . هيله ده چه د تل په شان خپل ليکونه مونږ ته راوليږی او قلمی اړيکی ټينګی ساتی .

رمز – کاغزه ورشه په هواشه *** اول تری زارشه بيا پدی وايه سلامونه

جونګ – دا ليک دی که لنډی .

رمز – ته وار خطا کيږه مه دا لنډی زمونږ اوريدونکی محمد عاقل احمدزی عاقلی د صوبه سرحد جلوزوه کمپ نه پخپل ليک کی ليکی او مونږ ټولو ته يی خپل سلامونه په همدی لنډی کی وړاندی کړی دی .ښاغلې عاقلی صاحب پخپل ليک زياتوی چه زه محمد عاقل په ډيری خوشحالې سره ستاسو تؤل پروګرامونه اورم . تاسی چه کومه همکاری زما د کلب سره کوی يعنی مجلې او نور مطبوعات راته راليږی ډيره مننه کوم . ستاسو دغه پروګرامونه نور هم ترقی وکړی . د ليک په پای کی ليکی چه هيله کوم چه زما دا خط د راډيو په څپو کی خپور کړی او هم غواړم چه د چينی ژبی لوست کتاب راته راوليږی . دا به له ما سره ستاسو ډيره مهربانی وی .

جونګ – ښاغلی محمد عاقل احمدزی عاقلی ته مونږ هم سلامونه وايو . کوشش به وکړو چه نور مطبوعات او مجلی ورته واستوو . د چينی ژبی لوست چاپ شوی کتاب نه لرو يوازی د راډيوی لوست په بڼه په راډيو او انترنيټ پاڼه کی خپرو . تاسو کولای شی هغه د راډيو له لاری واوری او د انترنيټ په پاڼه کی يی ولولی . خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک زمونږ دايمی اوريدونکی محمد عارف عرفان د صوبه

سرحد مانسهری نه راليږلی . مونږ هر يوه ته يی په جلا جلا توګه سلامونه ويلی او بيا زياتوی : له دی امله چه د زه او د سی ار ای راډيو پښتو خپرونه په سيالی د لومړی درجی جايزی مستحق ګرځيدلی يم مننه کوم .زه ډير ملګری لرم او هغوی ټول می د سی ار ای راډيو پښتو خپرونې اوريدو ته رابللی دی . دوی هره ورځ ستاسو پښتو خپرونه په شوق او ذوق سره اوری ، او ټول هيله لری چه د پښتو خپرونی وخت نور هم زيات شی . زه اوس د کلب د مشر په توګه ټاکل شوی يم او ورځ په ورځ زما د کلب د غړو شمير زياتيږی ، نو هيله لرم چه په ډير شمير د خط پاکټونه مونږ ته راوليږی . دا هم بايد ووايم چه زما د کلب د ځينو غړو کورونه بيرته افغانستان ته تللی دی ، زمونږ هيله دا ده چه په افغانستان کی پوست بکس پر انيزی . تر څو د افغانستان څخه هم زمونږ ملګری تاسو ته ليکونه درواستوی . ښايه چه مونږ او زمونږ کورونه هم ولاړ شی . نو بيا هم هيله کوو چه له افغانستان څخه د ليکونو د استولو دپاره اسانتياوی برابری کړی .

جونګ – د محمد عارف عرفان او ټولو ملګرو څخه يی مننه کوو چه تل يی مونږ ته ليکونه رااستولی او هم يی ګټور پشنهادونه راليږلی دی ، د دوی مونږ هم سلامونه وايو او ستاسو وړانديزونه به خپلو مسُلو مقاماتو ته وسپارو ، که چيری د دی زمينه برابره شوه چه د افغانستان په مرکز کابل يا نورو ښارونو کی پوست بکس پرانيزو ، نو تاسو به هم پری خبر کړو. البته ستاسو د ا غوښتنه به په نظر کی ونيسو او هم به يی امکانات ولټوو . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک د پاکستان د کرم اينجسی ګالی کمپ څخه د سی ار ای د کلب مشر حضرت ولی منګل راليږلی او ليکی چه زه او زما د کلب ټول غړی د چين د نفوسو په شان شلامونه وړاندی کوو . او باي پخپل ليک کی زياتوی : چين زمونږ د

وطن يو بی غرضه ګاونډی هيواد دی ، او زمونږ په ملک کی يی د بيا رغاونی کارونه پيل کړی دی ، او هغه کارونه چه دوی يی سر ته رسوی زمونږ د خلکو او ټولو هيوادوالو د زياتی پاملرنی وړ دی . ځکه د چين دوست خلک ډير ښه کار کوی ، نو ځکه زمونږ هيوادوال ورسره مينه لری . او دا مينه او دستی د دی سبب کيږی چه په راتلونکی کی هم زمونږ د دواړو هيوادونو او خلکو ترمنځ دوستی لا نوره ټينګه شی .

جونګ – د حضرت ولی منګل صاحب ليک خو ډر اوږد دی ، نور يی څه ليکلی دی .

رمز – هو ! دوی په خپل ليک کی زياتوی چه څرنګه چه ستاسو د رانګارنګ ګلونو پروګرام ډير په زړه پوری دی او زما ډير خوښيږی او زه هم غواړم چه څو په زړه پوری معلومات تاسو ته دروليږم او هغه راته نشر کړی .

جونګ – دوی څه ډول معلومات ليکلی دی .

رمز – محترم حضرت ولی منګل ليکی :

١.د تايليند پخوانی پاچا چولان ٣٠٠٠ ميرمنی درلودی د نوموړی ټول ١٣٣ زامن او ٢٣٦ لوڼی وی

٢.د شاتومچۍ د شاتو د يوه څاڅکی د څلورمی برخی د جوړولو د پاره سل ميله لاره وهی او پر سلو ګلانو کينی .

٣.د بريتاينی يوه او سيدونکی تام ويدر تر ټولو اوږده پوزه درلوده چه اوږدوالی يی او ينم انجو ته رسيده .

٤.په جاپان کی داسی چرګان موندل کيږی چه لکی يی تر ٢٥ فټو پوری اوږده وی .

٥.د فدانسی او سيدونکی جوزف ايداملی د وينی اتل بلل کيږی . هغه په ٣٧ کلونو کی ٧٤ ګيله وينه ورکړيده .

٦.د هند يو اوسيدونکی هری داسی دومره اوږده ژبه درلوده چه خپله ټنده پری څټلی شی .

٧.د انګلستان لومړی پاچا جوړج انګليسی ژبه نه وه زده .

٨.د هند د ديېل د سيمی نارينه که ماشومان ونه زيږوی ښځينه جامی اغوندی .

٩.د امريکا د لومړی ولس مشر جورج واشنګټن سره هيڅه چا په لاس سنړی مشی نه وه کړی .

١٠.چين په ١٩٨٧ کال دوه ميليونه بايسکيلو نه جوړ کړی ؤ .

١١.جاپان په ١٩٨٨ کال ١٥ ميليونه تلويزيونو نه جوړ کړی ؤ

١٢.په ترکستان کی يو سړی دی چه د خپلی ټنډی په واسطه اور لکيت بلوی .

١٣ په ملايا کی يوه ښځه اوسی چه د خولی پرځای په پوزه توله وهی .

جونګ – حضرت ولی منګل صاحب ته مونږ خپل سلامونه وړاندی کوو او د په زړه پوری معلوماتو نه يی مننه کوو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم داسی په زړه پوری معلومات مونږ ته وليږی .

رمز – زمونږ د دی اونی پروګرام په همدی ځای پايته ورسيد ، تر راتلونکی اونی پوری تاسو په خدای سپارو او ليکونو ته مو سترګی په لاره يو .