د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د سپتمبر په دريمه نيټه د افغانستان پوليسو دا خبر تصديق کړ چی طالبانو د افغانستان د جنوبی برخې د کندهار په ولايت کی پنځه تنه يرغملان تښتولی دي چی په دې جمله کی د نوموړي ولايت د پارلمان يو کانديد او يو سيمه ايز عالی مامور او دری تنه پوليسان شامل دي. د افغانستان د عمومی انتخاباتو په نژدی کېدو سره په افغانستان کی د امريکايی پوځونو او طالبانو ترمنځ زياتې جګړې وشوې، مګر امريکايی پوځ او د افغانستان حکومتی مامورينو دا څرګنده کړه چی دا به د افغانستان د عمومی انتخاباتو په بهير باندی هېڅ اغېزه و ا نه اچوی.
|