د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د سپتمبر په څلورمه نيټه د افغانستان يو محلی مامور دا خبر تصديق کړ چی د افغانستان دری تنه پوليسان په همدې ورځ د امريکايی نظامی اډې ته د مالونو د حمل نقل د حمايت کولو په ترڅ کی د وسله والو طالبانو د حملې له امله مړه شويدي. د افغانستان د زابل ولايت د شينکی د سيمې مسؤل روزی حان وويل چی د مالونو د وړلو موټر د زابل ولايت له مرکز قلات څخه د شينکی سيمې ته د تللو په لاره کی له حملې سره مخامخ شو.
|