د سين هو ا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملی دفاع د وزارت نطاق د سپتمبر په پنځمه نيټه دا خبر تصديق کړ چه د افغان حکومتی پوځ او د امريکی په مشری متحد پوځ د سپتمبر په څلورمه نيټه د افغانستان د قندهار د ولايت يو کلی کلابند کړ او د طالبانو څه دپاسه څلويښت تنه عناصر يی ونيول.
د نوموړی نطاق په قول، ځکه دغه عمليات ناڅاپه رامنځته شول چه ډېر وسله وار عناصر د مقاومت نه پرته نيول شوي او هېڅ تلفات ندی رسيدلی. اوس افغانی پوځ نوموړی عناصر تر محاکمی لاندی نيولی دی او معلومه نده چه د طالبانو لوړ پوړی قوماندان پکی شته که نه.