د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان د نظامی مقاماتو نطاق بريد جنرال شوکت سلطان د سپټمبر په ٦ نيټه وويل چه د پاکستان نظامی مقاماتو افغانستان ته نژدی سرحدی سيمو ته نور٩٥٠٠ تنه فوځيان ورليږلی دی ترڅو د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو په موده کی له سرحد څخه د وسله والو عناصرو د تيريدو او ورانوونکو فعاليتونو مخه ونيول شی .
سلطان زياته کړه چه په تيره مياشت کی د پاکستان ، افغانستان او امريکی د نظامی مقاماتو عالی رتبه ؤ قوماندانانو په اسلام اباد کی د افغانستان د سيمی د امنيتی اوضاعو په باره کی سره کتنه وکړه . نوموړی نظامی ترتيبات د دی کتنی نه وروسته نيول شوی دی .