د سينهوا اژانس دخبر له مخی د افغانستان پوليسی مقاماتو دا خبر تصديق کړ چی طالبانو په همدی ورځ سهار د افغانستان د منځنی برخی دغزنی د ولايت پر شړک په امنيتی پوستی باندی حمله وکړه چی په دی اثر لږ تر لږه څلور تنه پوليسان مړه شول .
نوموړی حمله له کابل نه کندهار ته په سړ ک کی پيښه شوه .په همدی ورځ په يوی بجی د طالبانوعناصرو د پلټنی په هغه امنيتی پوستی باندی چی د ترکيی يو تعميراتی شرکت ته نژدی ده ، حمله وکړه .چی په دی اثر دوه تنه طالبان د ډزو په بهير کی د پوليسانو له خوا ووژل شول.