د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی د افغانستان دکورنيو چارو د وزارت نطاق لطف الله مشعل د سپتمبر په ٨ نيټه دا خبر تصديق کړ چی د افغانستان پوليسوپه همدی ورځ د طالبانو له وسله والو عناصرو سره ډزی وکړی چی په دی اثر د طالبانو دوه تنه عناصر ووژل شول او يو بل يی ونيول شو او شپږ تنه پوليسان د ډزو په بهير کی مړه شول .
مشعل وويل چی نوموړی ډزی د غزنی د ولايت د مقر په سيمه کی پيښه شوه اود يو ساعت دوام يی درلود .
د افغانستان پارلمانی انتخابات به د روانی مياشتی په ١٨ نيټه جوړ شی .په وروستيو ورځو کی د طالبانو عناصر په پر له پسی توګه د افغانستان په مختلفو ځايونو کی حملی کوی او د هغه هيواد امنيتی اوضاع يی سخت کړی دی