<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-08 19:00:52    
د يون نان ولايت د بای قوم صنعتګران د تبت په لاسا کښی خپلې چارې پرمخ بيائی

cri

                                      ( عکس:  د بای د قوم صنعتګر لی چی شنګ  ) 

د چين د تبت د خودمختارې سيمې مرکز لاسا يو ښکلی لرغونی ښار دی او د تبتی قوم ګڼ شمير هيوادوال نسل په نسل هلته ژوند کوی٠ د لاسا د اقتصاد د انکشاف او د بازارونو د توديدو په اثر د چين د نورو ځينو قومونو سوداګران او صنعتګران هم د خپلو چارو د ترسره کولو دپاره له نورو ځايونو څخه دی ښار ته راغلی دی٠ د لاسا ښار د جومولانما په واټ کښی د ٌ جونګ خه ٌ په نامه بين المللی بازار د ٌ بای ٌ قوم د زياتو هغو صنعتګرانو د راغونډيدو ځای دی کوم چه د يون نان له ولايت څخه راغلی دی٠ دوی که نارينه وی يا ښځې، که زاړه وی يا ځوانان له فلزاتو څخه د زيورونو ، ګاڼو او مصنوعاتو د جوړولو ښه مهارت لری ٠ ښاغلی لی چی شنګ د دوی له جملې څخه يو لوی لاس لرونکی صنعتګر دی٠

صنعتګر لی چی شنګ چه د چين د ٌ بای ٌ له قوم څخه دی ، په ١٩٥٦ کال کښی د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په يوه کلی کښی زيږيدلی دی٠ هغه له شپاړلسو کلونو څخه له خپل پلار نه د فلزی مصنوعاتو جوړونه زده کړې او دری کاله وروسته له اجدادی کور څخه وتلی او په خپلواکه توګه يی د فلزی مصنوعاتو په جوړولو پيل کړيدی ٠ په څه دپاسه شلو کالو کښی لی چی شنګ د چين په زياتو ځايونو کښی د ملی اقليتونو خاصې ګاڼی زيورونه او مصنوعات جوړ کړی او حتی لاوس ته هم تللی دی٠

د ١٩٩٧ کال په جون کښی لی چی شنګ له څلورو شاګردانو او مشر زوی سره د تبت لاسا ښار ته راغلی او د سپنو زرو د ګاڼو، زيورونو او مصنوعاتو په جوړولو يی لاس پوری کړيدی٠ خو په لومړيو وختونو کښی ځينو نااشنا مشتريانو د لی چی شنګ پر مهارت او په تيره بيا د هغه لخوا د جوړو شويو زيورونو پر کيفيت باندی باور نه درلود ٠ خو يوه موده وروسته هغه د خپل وتلی مهارت او د جوړشويو زيورونو د ښه کيفيت او معقولې بيې په وسيله د ګڼ شمير مشتريانو اطمينان ترلاسه کړيدی ٠ د ده لخوا چمتو شوی توليدات ډير تود بازار لری او حتی کله نا کله د مشتريانو غوښتنې او اړتياوې نشی پوره کولای٠ په تيره بيا د تبتی قوم د نوی کال د راراسيدو په وخت کښی تبتی هيوادوال د ده د توليداتو د اخيستلو دپاره بايد څو ورځې مخکښی فرمايش ورکړی٠

د ښاغلی لی چی شنګ او د ٌ بای ٌ قوم د نورو صنعتګرانو د ګډو کوششونو په اثر د يونان ولايت د بای د قوم د هيوادوالو لخوا د عنعنوی ګاڼو، زيورونو او مصنوعاتو د چمتو کولو چاره د تبت په لاسا کښی لوړ حيثيت او شهرت ترلاسه کړی او چټک انکشاف يی موندلی دی ٠ نو له دی امله د بای قوم لا زيات صنعتګران د سوداګرۍ دپاره لاسا ته ځی٠ پخوا په لاسا کښی يوازی د بای قوم لس ګونه صنعتګران وو ، خو اوس يی شمير له زرو تنو څخه اوښتی دی٠ حتی د تبت په هره ولسوالۍ کښی هم د بای د قوم صنعتګران ليدل کيږی٠ ويل کيږی چه په تبت کښی د تبتی هيوادوالو د فلزی زيورونو او مصنوعاتو په سلو کښی لږ تر لږه اويا برخه د يون نان د ولايت د بای قوم د صنعتګرانو لخوا جوړيږی ٠ دا د بای د قوم د هيوادوالو او حتی د يون نان د ولايت د ټولو خلکو دپاره د ډير وياړ ځای ده٠

وروسته له هغه چه صنعتګر لی چی شنګ تبت ته راغلی، د ده ميرمن او ماشومان هم لاسا ته په کډه راغلی دی ٠ د ده ټوله کورنۍ زيات محلی دوستان لری ٠ دوی نه يوازی له تبتی ملګرو سره د مهارت تبادله کوی ، بلکه د قومی کلتورونو د تبادلې دپاره يی هم خدمتونه ترسره کړيدی ٠ تبتی صنعتګران نه يوازی لی چی شينګ نه شړی، بلکه کله نا کله تبتی هيوادوالو ته د بای قوم دا دوست هم معرفی کوی ٠ د تبتی صنعتګرانو دوستی هم د ښاغلی لی چی شنګ د کورنۍ د ټولو غړو پر احساساتو باندی مثبته اغيزه اچولی ده ٠ د لی چی شنګ زوی وويل چه ما له تبتی صنعتګرانو څخه ښه مهارتونه زده کړيدی او له دی امله زه د پخوا په نسبت د تبتی قوم د کلتور لا ډير درناوی کوم ٠ اوس هرکله چه زه هره يوه ګاڼه جوړم ، حتمأ په دی فکر کښی اوسم چه بايد د تبتيانو د عنعنوی دودونو له مخی دغه شيان جوړ کړم ٠