د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان او هند مربوطو څانګو د سپتمبر په اتمه نيټه په اسلام اباد کښی د دواړو خواوو ترمنځ د طبيعی ګازو د پايپ لينونو په باب د همکارۍ د پروګرام په مناسبت د ګډ کاری ګروپ په دوه ورځنی غونډې پيل کړيدی٠
د خبر له مخی، دواړه خواوې به د دواړو هيوادونو ترمنځ د طبيعی ګازو د پايپ لينونو د پروژې په باب د همکارۍ د موافقه ليک د اساسی محتوياتو، له لازمو مځکو څخه د استفادې ، د طبيعی ګازو د انتقالولو د اندازې او لګښت پر موضوعاتو باندی بحث وکړی٠