<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-10 18:30:52    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د محترمی عزتمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی د يوی اونی په تيريدو سره نن بيا ستاسو د خپرونې په وړاندی کولو سره په خدمت کی يو . هيله د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوسی.

جونګ – د ګرانو اوريدونکی د خوښی خوشحالی او روغتيا په هيله به ليکونه راواخلو او دا لومړی ليک به د کوم اوريدونکی وی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهری نه نور جان ارمانی راليږلی . ډير ډير سلامونه يی ليکلی او وروسته له سلامونو نه ليکی . زه ستاسو پروګرامونه هميشه اورم . له ډيره وخته ما خپله رابطه له تاسو سره پری کړيده ، ځکه چه ما ته پاکټونه نه رااستوی ، پخوا می پاکټونه د عارف نه اخيستل ، خو اوس يی له هغوی نه نه تر لاسه کوم . ځکه د هغوی دخط پاکټونه هم لږ دی . بل دا چه زما اقتصادی توان دومره ښه نه دی چه په شخص پيسو ليک درواستم . هيله ده زما په نوی پته چه د ليک په پای کی ليکل شوی د ليک پاکټونه راواستوی . تر څو زمونږ او ستاسو تر منځ قلمی اړيکی د بل په شان ټينګی پاتی شی .

جونګ – محترم ورور نور جان ارمانی ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وړاندی کوو . مونږ به کوشش وکړو چه ستاسو په پته هم پاکټونه او نور مطبوعات درواستوو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد مردانی نه زمونږ دايمی اوريدونکی محمد عثمان مردانوی راليږلی دی . خو مردانوی صاحب خپل دغه ليک په انګليسی ژبه راليږلی او د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته ليکی . ستاسو ټول پروګرامونه په ځانګری توګه خبرونه او تبصری مو ډيری په زړه پوری دی او د ټولی

نړۍ خبرونه خپروی . همداشان په څو وروستيو کلنو کی د سی ار ای پروګرامونو ډيره ترقی موندلی او مونږ يی په ډير شوق او ذوق سره اوروو . ځکه ورڅخه پوره معلومات تر لاسه کوو . ستاسو د لا خوښی او برياليتوب په هيله .

جونګ – لومړی محترم محمد عثمان مردانوی صاحب ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . بيا د دوی د شوق او ذوق څخه چه زمونږ د خپرونو سره لری ډيره خوشحاله شولو او ورڅخه مننه کوو . ستاسو او ستاسو په شان د ټولو اوريدونکو تشويق او نيکی مشوری د دې سبب کيږی چه مونږ لا نور هم د خپرونو د ښه والی او په زړه پوری والی دپاره هڅه وکړو . تر څو خپل اوريدونکی خوښ او راض وساتو . هيله ده چه مردانوی صاحب په راتلونکی کی هم خپلې ګټوری مشوری راوليږی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد کرم ايجنسی د فقيدانو کلی څخه شفيق الرحمن مقلديار راليږلی او خپل ليک داسی پيل کوی : د هر څه نه مخکی زه د چاينا راډيو ټولو کارکوونکو ته خو په ځانګری توګه د چاينا راډيو پښتو څانګی محترمو او دقدروړ همکارانو او کارکوونکو ته د مينی او محبت څخه ډک ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوم . هيله ده چه زما سلامونه منظور او قبول کړی . پسی له سلامونو نه ستاسيو پروګرامونه ډير خوندور دی او تاسو ته پدی لاره کی د برياليتوب دعا کوم . ګرانو همکارانو ! ما ډير ليکونه درليږلی دی ، خو هيڅ پته يی معلومه نه ده، که په خطونو کی کومه غلطی وی ، نو معافی غواړم ، او د ليک په پای کی يی يو شعر هم ليکلی دی چه د املا يی غلطی او هم د کليمو نا انډول والی چه د يوه شعر دپاره ضروری دی په نظر کی نه دی نيول شوی ، نو د خپريدو دپاره يی لوستلای نشو . خو هيله کوو چه مقلايار صاحب دی خپلو شعرونو ته دوام ورکړی ، تر څو ښه پاخه شی .

جونګ – د شفيق الرحمن مقلديار صاحب سالامونو ته مونږ هم وعليک وايو . مونږ ستاسو ټول ليکونه خپاره کړی دی يعنی څلور ليکونه مو په تيرو اونيو کی او دا وروستی ليک مو دا دی همدا اوس خپور کړ . د هر اوريدونکی ليک چه د خپرونی دپاره راواستول شی مونږ يی ژريا ناوخته خپروو . او ستاسو د شعرونو په باره کی بايد ووايو چه دايم شعرونه وليکی ، ځکه له شعرونو سره مينه لری ښايی په راتلونکی کی مو شعرونه ښه او پاخه شی ، او هم به مون املا يی غلطی لږی شی . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک هم د صوبه سرحد مانسهری نه غلام رسول راليږلی او د سلامونو تر څنګ زياتوی چه زما دا دوهم ليک دی چه دراستوم يی ، هيله ده چه نشر وړ وګرځی . زما لومړنی ليک هم نه دی نشر شوی .زه د ليک پاکټونه د محمد عراف عرفان څخه اخلم . هيله کوم چه ما ته هم مجلی او پاکټونه راوليږلی ، تر څو زما نور ملګری هم ورڅخه استفاده وکړی .بيا ليکی چه ما سره ملګری دی ، ګل رسول ، علی شاه جنت ګل ، سيداګل همکار ، زيړګل زړه سواندی او زمونږ د کلب مشر محمد عارف عرفان . بايد ووايم چه مونږ ټول محمد عارف عرفان د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونې اوريدو ته تشويق کړي يو ، مونږ له دې امله خوښ شولو چه محمد عارف عرفان د زه او د سی ار ای پښتو خپرونه په سيالی لومړی مقام نيولی دی .دغه راز محترم غلام رسول د خپل ليک په پای کی ليکی چه زه او زما ټول ملګری د سی ار ای پښتو خپرونه د شپی او سهار له خوا په ډيره مينه او شوق سره اورو . او ورڅخه خوند اخلو او په اينده کی به انشاُ الله نوری نظری او وړانديزونه هم دروليږو .

جونګ – د محترم ورور غلام رسول سملامونو ته وعليک وايو ، ستا لومړی ليک هم زمونږ په تيرو خپرونو کی خپور شويدی ، دا دی دوهم ليک مو هم خپور

شو . مونږ به کوشش وکړو چه مجلی او پاکټونه ستاسو په پته درواستوو . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – چين جونګ جانی : دا ليکونه نه دی بلکی هغه پوښتپانی دی چه پخوا مو اوريدونکو ته استولی وی . خپلی نظريی او وړانديزونه له مونږ سره شريکی کړی چه دا دی ځينو اوريدونکو خپلې نظريی ،انتقادونه او وړانديزونه مونږ ته استولی دی او زه به محترم اوريدونکی او د هغوی نظر او وړانديزونو لولم .

جونګ – مهربانی وکړی .

رمز – د جلوزو له کمپ نه زده کوونکی عبدالوکيل ليکی . د پښتو پروګرامونو وخت زيات شی ، بيا هم د جلوزو له کمپ نه زمونږ بل اوريدونکی چه هغه هم زده کوونکی دی او نوم يی محمد الله روحانی دی ليکی چه د پښتو خپرونې د تبصو وخت لږ څه اوږده شی .

د صوبه سرحد مانسهری نه ښاغلی نثار احمد احمدی چه دا هم زده کوونکی دی وايی چه د پښتو خپرونی وخت زيات کړای شی او هم د مونږ او اوريدنکی د خپرونی وخت ډير شی . دغه دی زياتوی چه په پروګرام کی ځينو سندرو ته ځای ورکول او د شعرونو ، ټوکو او ټکالو خپريدل هم په نظر کی ونيول شی .

د جلوزو د کمپ نه زده کوونکی محمد عاقل عاقلی ليکی چه په خپرونو کی يو نوی پروګرام ته ځای ورکړی او هم بايد د پښتو هنر مندانو سره مرکی وکړی . ښوونکی سيدالرحمن بهير صاحب د پاکستان د هريوپور له کمپ څخه ليکی چه بايد د خپرونی وخت زيات شی د ليکونو د پروګرام وخت هم زيات او له اوريدونکو سره مرکی وشی .

د افغانستان د کابل نه د هيواد ورځپاڼې ژورنالست بيا وايی چه ستاسو ټول

پورګرامونه ډير ښکلی دی او زه يی په ډير شوق او ذوق سره اورم .او زمونږ پخوانی اوريدونکی استا د قاری محراب الدين پريشان وړانديز کوی چه د خبرونو وخت بايد زيات کړی .

جونګ – مونږ د دی ټولو اوريدونکو وړانديزونه ، نظريي او انتقادونه په پام کی نيسو او کوشش به وکړو چه د سی ار ای د پښتو خپرونی د ټولو پروګرامونو د وخت د زياتوالی په اړه چه مو هر څومره امکانات په لاسو راوړل ، هرومرو به يی عملی کړی ، تر څو خپل محترم اوريدونکی لا نور هم خوشحاله وساتو .

رمز – زمونږ د مونږ او اوريدونکی اوسنی پروګرام په همدی ځای پايته ورسيد ، د محترمو اوريدونکو د لا زياتو ليکونو په تمه .