د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د افغانستان د داخله چارو د وزارت نطاق لطف الله مشعل د سپتمبر په ١٤مه نيټه په کابل کی څرګنده کړه چه د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدی د ويشلو د مسئلی د حل وفصل د مخه به افغانستان د پاکستان هغه پيشنهاد ونه مني چه د دواړو هيوادونو تر منځ په سرحدی سيمو کی امنيتی ديوال جوړ کړي ٠
هغه وويل چه د افغانستان حکومت پاکستان ته پيشنهاد وکړ چه د دواړو عيوادونو پوهان به د سرحدی د کرښ د ټاکلو په هکله يوه کميټه جوړه کړي تر څو ژر تر ژره د دواړو هيوادونو تر منځ سرحدی کرښی وټاکي ٠