د چين دبين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د افغانستان يوه مامور په څوارلسمه نيټه دا خبر تصديق کړ چه اوه تنه افغانان په ديارلسمه نيټه د اورزګان په ولايت کی ووژل شول .
د خبر له مخی ، نوموړی اوه مړی په ديارلسمه نيټه د اورزګان د يوه سړک په غاړه کی پيدا شوی او د رايې ورکوونکو دثبت کارټونه يی د مړيو په څنګ کی ايښودل شوی ؤ .
د پوليسو په نظر دوی د طالبانو له خوا وژل شوی دی ځکه چه هغوی بايد د سپتمبر په اتلسمه نيټه په عمومی انخاباتو کی ګډون کړای وای .