د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان مطبوعاتی ذرايعو د سپټمبر په ١٥ نيټه خبر ورکړ چه د پاکستان جمهوررييس پرويزمشرف په نيويارک کی د ملګرو ملتونو دسرمشريزی غونډې په موده کی د هند له صدراعظم منموهن سينګ سره خبری اتری وکړې . دواړو مشرانو د سيمه ايزو او نړيوالو اوضاعو په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه .
د خبرواترو نه وروسته په خپره شوی ګډه اعلاميه کی ويل شوی چه دواړه خواوی په دی موافق دی چه په مداومه توګه به د سوله ايزو خبرواترو له لاری د دواړو هيوادونو ترمنځ د کشمير په شمول ټول لاينحله موضوعات حل کړی شی . دواړه خواوی په هرحالت کی په هيڅ وجه ترهګرانو ته اجازه نه ور کوی چه د دواړو هيوادونو ترمنځ د هراړخيز ديالوګ د بهير مخه ونيسی .