د افغانستان دکورنيو چارو وزير وويل ، بين لادن په افغانستان کی نه دی
د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د افغانستان د کورنيو چارو وزير علی احمد جلالی د سپټمبر په ١٥ نيټه په کابل کی د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، د القاعدی مشر اوسامه بين لادن له افغانستان څخه وتلی دی .
نوموړی زياته کړه چه په افغانستان کی د امريکايی فوځ او ګډ امنيتی ځواک د ميشته والی په وجه امکان نه شته چه بين لادن په دغه هيواد کی ځان پټ کړی . هغه وويل ، ډير امکان لری چه هغه دقبايلو په سيمه کی پټ وی .