د سينهوا اژانس دخبر له مخی د افغانستان د کورنيو چارو وزير علی احمد جلالی د سپتمبر په ١٥ نيټه په مطبوعاتی کنفرانس کی وويل چی د افغانستان حکومت د پارلمانی انتخاباتود جوړيدودپاره پوره تياری نيولی دی .
جالالی وويل چی د افغانستان يولکه عسکر به د نوموړی انتخاباتو د امنيت او سالم ترسره کيدو دپاره خپله دنده په غاړه واخلی او بين المللی امنيتی پوځ د نوموړو انتتخاباتو د جوړيدو دپاره په افغانستان کی خپل عسکر زيات کړی دی.په عين وخت کی هغه وويل چی د افغانستان حکومت په تيری مياشتی کی تقريبأ ١٠٠ هغه توطيی شنډی کړی چی د عمومی انتخاباتو د مخنيوی دپاره طرح شوی وی .