د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د سپتمبر په ١٦مه نيټه څرګنده کړه چه د پاکستان د جمهوررئيس پرويز مشرف او د هند صدراعظم سينګ تر منځ وروستنی خبری اتری چه په نيويار کی وشوې ، د دواړو هيوادونو د هر اړخيز ديالوګ د بهير لپاره به مثبت رول ولوبوي ٠
شوکت عزيز وويل چه پاکستان او هند دواړه هيله لری چه د سوله ايزو خبرو اترو له لاری د کشمير د مسئلی په شمول ټول لينحل موضوعات حل کړي ٠