د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د افغانستان پوليسانو د سپتمبر په ١٧مه نيټه يو خبر ورکړ چه د طالبانو اوه تنه عناصر د زابل په ولايت کی ووژل شول ٠
د زابل پوليسی مقاماتو وويل چه د طالبانو وسله والو عناصرو د محلی پوليسانو پر ګزموی ډلې باندی بريد وکړ او په جګړه کی د طالبانو اوه تنه عناصر مړه شول او په پوليسانو کی تلفات نه وو ٠
د افغانستان د داخله چارو د وزارت د خبر له مخی دری پوليسانو د سپتمبر په ١٦مه نيټه ماښام په کابل کی د طالبانو لخوا په بريدونو کی مړه شول ٠