<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-17 21:08:13    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې قدرمنو اوريدونکو ! زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ خپل ګيډی ګيډی سلامونه تاسو ته وړاندی کوو . خوشحاله يو چه نن بيا ستاسو د ليکونو پر بنسټ د دې خپرونی په وړاندی کولو سره په خدمت کی يو . هيله ده چه د تل په شان ليکونه راواستوی او د دی خپرونې په لا بډاينه کی له مونږ سره خپلی مرستی ونه سپموی . خبر دی چه ځينی اوريدونکی له مونږ څخه لږ او ډيری ګيلی لری او داسی انګيری چه مونږ خپل اوريدونکی له پامه غورځولی او يا مو بيخی هير کړيدی . بايد زمونږ دغه ګيله من اوريدونکی دی مونږ هير نکړی او د پخوا په شان دی خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره ټينګی وساتی .

جونګ – رمز صاحب تاسو ډير ښه ټکی ته اشاره وکړه او د ځينواوريدونکو د ګيلو يادونه مو وکړه . خو خپلو محترمو اوريدونکو ته بايد په درنښت سره ووايو چه مونږ د دوی ګيلی د سر په سترګو منو او مونږ به لا هم کوشش وکړو چه خپرونه د دوی په خوښه برابره او جوړه کړو او هم يی ليکونه په وخت نشر کړو .

رمز – چين جونګ اوس چه خبره د ګيلو راغله زمونږ د نننی خپرونی دا لومړی ليک هم د ګيلونه ډک دی او زمونږ ډير ګيله من اوريدونکی چه په عين وخت کی زمونږ ډير ښه او پخوانی اوريدونکی راليږلی دی . زمونږ دغه ګيله اوريدونکی د سی ار ای لسنرز کلب ژوب مشر ښاغلی رفيع الله مندوخيل دی نوموړی خپل ليکونه د صوبه بلوچستان ژوب نه رااستوی او پخپل دغه ليک کی يی د تل په شان مونږ په ګيډی ګيډی سلامونو نمانځلی يو . زمونږ د روغتيا د غوښتنی سره يی دا هم زياته کړيده چه خپرونی مو اورو . خو د پخوا په پرتله مينه ورسره نلرو . ځکه په تيره راډيويی سيالی کی مو لومړی جايزه وګټله . خو د بلنليک په درک ونه پوهيدو چه

چاته مو ورليږلی دی . البته د مندوخيل صاحب هدف زمونږ د تير کال راډيويی سيالی څخه دی . ښاغلی رفيع الله مندوخيل صاحب په دی اړوند د ډيرو يادونو او دخپل زيار او ليکو د راليږلو نه وروسته زياتوی چه د ښاغلی عنايت الله رمز او اغلی وانګ اين خه نه د غرونو په شان ګيله لرو .

جونګ – مونږ هم محترم ورور رفيع الله مندوخيل صاحب ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو او ګيلی يی د سر په سترګو منو ، خو رمز صاحب زمونږ دغه ورور ته تاسو نور څه ويل غواړی .

رمز – محترم رفيع الله مندوخيل صاحب چه ځانګړی توګه له ما او محترمی وانګ اين خه نوم اخيستی . بايد وويو چه مونږ تر د خپلو ګرانو اوريدونکو په خدمت کی يو او يوازی د خپرونې د وړاندی کولو ، ليکلو او برابرولو دنده په غاړه لرو . زما پخوانی همکاره وانګ اين خه څو مياشتی د مخه تقاعد شوی او پر ځای يی نوی همکاره چين جونګ د دی خپرونې په وړاندی کولو سره اوريدونکو ته د خدمت وياړ لری چه همدااوس هم له ماسره خپرونه وړاندی کوی . د تير کال د راډيويی سيالی په هکله بايد ووايو چه په رښتيا هم مندوخيل صاحب د قړيرو نورو اوريدونکو په شان زمونږ په نوموړی سيالی کی پوره برخه اخيستی ده . او مونږ د دوی ځوابی ليکونه د ټولو نورو اوريدونکو د ليکونو سره هغی کميټې ته چه د جايزه د متحقينو د ټاکلو او د جايزو د نوعيت د څرګنوالی دنده په غاړه لری وسپارل د اوريدونکو د ليکونو پربنسټ د جايزو د ټاکلو او ويشلو کميټه د سی ار ای د ټولو څه د پاښه ٤٠ ژبو د خپرونو د اوريدونکو ليکونه د څيړنی لاندی نيسی او بيا د قرعه کشی يا د پچی اچولو نه وروسته د جايزی وړمستحقينی انتخابوی . البته دغه ټاکل شوی مستحقينی د څو لکو ليکونو له منځ څخه د قرعی له لاری ټاکل کيږی . بيا وروسته د

ټولو څه د پاسه څلويښت ژبو د لومړی درجی جايزی له مستحقينو څخه چه شمير يی د دوو يا دری سوو تر منځ دی د دوهم ځل دپاره پچه اچول کيږی تر څو ورڅخه د چين ته د سفر دپاره د خاصی ځانګړی جايزی اوه تنه مستحقينی وټاکل شی . په دی قرعه کش چه بيا د هر چا طالع او بجت او چت ؤ چين ته د سفر دپاره بلل کيږی .چه مونږ په دی هکله څو څو ځله په تيرو خپرونو کی تو ضيحات ورکړی ؤ . بايد زياته کړو چه تير کال د پښتو خپرونې هيڅ اوريدونکی ته مونږ کوم بلن ليک نه دی استولی او نه د دی واک او صلاحيت لرو چه پخپل سر چا ته بلن ليک واستوو . تاسو اويا نورو محترمو اوريدونکو چه د پښتو خپرونې د اوريدونکو لومړی مقام تر لاسه کړی ؤ که له ما دی اړخ ته يی چه څه ډول جايزه تاسو نه استول شويده تير شو . معفوی ارزښت ته يی بايد په درنه سترګه وګورو په دی معنی چه مون په پوره معنی ستاسو زيار او قلمی اړيکو ته په درنه سترګه کتلی او هم به په راتلونکی هم ورته وګورو . بيا هم بايد ووايو چه د جايزو د مستحقينو د ټاکلو او هغوی ته د جايزو د ويشلو صلاحيت او ورک د پښتو څانګی د کارکوونکو او په خاصه توګه زما او د چين جونګ جانی په لاس کی نه دی مونږ يوازی د خپرونې د اوريدونکو د ليکونو پربنسټ دا خپرونه ليکو او بيايی وړاندی کوو . هيله ده چه قناعت مو حاصل شوی وی او د غرونو په شان ګيلی مو پايته رسيدلی وی . بيا هم که ستاسو په زړه کی له مونږ سره لږ څه مينه هم پاتی وی ، نو خپلو معنوی اړيکو ته دوام ورکړی او د تل په شان ليکونه راواستوی .

جونګ – رمز صاحب تاسو خو رفيع الله ورور ته د قناعت وړ خبری وکړی سايی چه اوريدلی به يی او بايد ووايو مونږ د دوی تير ليکونو ته مو هم ځوابونه ويلی ؤ او په څو تيرو او نيو کی مو خپاره کړی ؤ او دا بل ليک د کوم اوريدونکی دی .

رمز – دا ليک هم زمونږ د تير ليک په شان د دوو له ليدمنو اوريدونکو دی . دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد چار سده روډ خزانی کمپ نه عاشقالله او معشوق جان راليږلی . دوی ليکی : د چين بين المللې راډيو پښتو څانګی ټولو همکارانو ته د زړه له کومی غونچی غونچی سلامونه وايو بيا زياتوی چه مونږ ستاسو تول پروګرامونه اوروو او هر پروګرام مو د ستاينی وړدی او مونږ تری ډير زيات اخلو . دوی هم د تير کال د راډيويی مسابقی د يادونی نه وروسته زياتوی . زمونږ له خوا تاوده سلامونه خليل الرحمن بهير او سلطان محمد کاموال ته د راډيو له لاری ورسوی .

جونګ – محترم عاشق الله او معشوق جان ته مونږ هم ځولی ځولی سلامونه وايو او د تير کال د راډيويی سيالی په هکله مو همدا چو شيبی دمخه په مغصله توګه معلومات وړاندی کړل . هيله ده چه قناعت مو حاصل شوی وی . ستاسو تير ليکونه مو هم خپاره کړی او ستاسو سلامونه مو هم د همدی راډيويی څپو لاری محترم خليل الرحمن بهير او سلطان محمد کامه وال ته خپاره کړل . هيله ده چه اوريدلی يی وی .

رمز – دا ليک چه نه پوهيږم پته يی کوم ځان دی ، خو خپل نوم يی ګل محمد ليکلی او وايی چه زمونږ د کلب د ټولو غړو له خوا زمونږ سلامونه ومنی او وايی چه زه د کلب د ريم مش ريم ، خو د کلب نوم يی هم نه دی ليکلی او بيا زياتوی چه دا زما لومړی ليک دی هرومرو يی راته نشر کړی .

جونګ – محترم ګل محمد ته مونږ هم سلامونه وايو او دا دی ستاسو ليک مو نشر کړ . که چيری مو په راتلونکی کی کوم ليک رااستوه حتماُ خپل نوم ، پته او د کلب نوم په څرګند ډول وليکی . د ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک د صوبه بلوچستان ضلع پشينی څخه جان محمد ثاقب راليږلی

د سلامونو نه وروسته ليکی چه زما ملګری دی احمد شاه مخلص، سميع الله ، فريدالله او لصرت الله ، دوی پخپل ليک کی نور څه نه دی ليکلی يو ازی د وبيته شعر په اردو ژبه ليکلی دی .

جونګ – جان محمد ثاقب او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو خو ستاسو راليږل شوی شعر په اردو ژبه دی او زمونږ په خپرونه کی د خپريدو وړ نه دی . هيله ده چه په پښتو ژبه شعرونه وليکی او مونږ ته يی راواستوی .

رمز – دا ليک : د کشمير ضلع سدهوتی نه مخمد غنی احمدزی راليږلی او مونږ ټولو ته يی ډير ډير سلامونه ليکلی دی . بيا پخپل ليک کی زياتوی : ستاسو ټول پروګرامونه په زړه پوری دی او مونږ يی په ډيری مينی او شوق سره اورو . زمونږ دغه ورور زياتوی چه زه يو کلب لرم چه نو پمهان کلب دی . او بيا له مونږ څخه هيله کړيده چه زما دغه کلب چه صدريی هم زه پخپله يم راجستر کړی . مجلی او مطبوعات مونږ ته راوليږی او مونږ ستاسو پښتو خپرونه نورو ته معرفی کړو .

جونګ – محترم ورور محمد غنی احمدزی ته مونږ هم خپل سلامونه وړاندی کوو . دا دی ستاسو ليک مو خپور کړ . مونږ به کوشش وکړو چه مجلی او مطبوعات ستاسو په پته درواستوو .خوشحاله اوسی .

رمز – او دا وروستی ليک چه لولو د ضلع قلعه سيف الله نه رارسيدلی نور يی څه نه دی ليکلی چه بشپړه پته يی کومه ده . بيا په ليک دوه نومونه ليکل شوی چه يوی عصمت زهير کاکړ او بل يی سميع الحق غوری دی . خو سميع الحق غوری ليکی چه د خط ليکونکی زه يم په هر حال دوی پخپل ليک کی د زړه د اخلاصه ګيډی ګيډی سلامونه ليکلی او بيا زياتوی چه مونږ ستاسو خپرونه په شوق او ذوق سره اورو . خو کله ناکله ستاسو خپرونه دلته ښه خط نه اوريدل کيږی . په پای کی ليکی چه په

راتلونکی کی به هم ليکونه درواستوو . خو د دی پخپل ليک کی يو څو بيته شعر ليکلی چه ډيری غلطی لری او د لوستلو وړ نه دی که چيری غواړی چه شعرونه يی خپاره شی هپ واضحو تورو دی وليکی او ښه شعرونه دی راواستوی .

جونګ – محترم ورور سميع الحق غوری او عصمت الله زهير کاکړ ته مونږ هم د زړه له کومی ځولی ځولی سلامونه وايو . هيله ده چه خپل نور ليکونه چه مونږ ته يی رااستوی په واضع او څرګن ډول وليکی . دا چی ستاسو په علاق کی زمونږ راډيو ښه نه اوريدل کيږی . دغه ستونزه مو خپلو تخنيکی مسولينو ته وړاندی کړه ، تر څو يی د حل لاره ومومی . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .