د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د دېرش کاله نه راهيسی افغانستان د سپتمبر په اتلسمه نيټه د لومړی ځل لپاره د پارلمان انتخابات پر ځای کړيدی او په مختلفو سيمو کی د انتخاباتو حالت ارام ښکاريده ٠
د افغانستان څه نا څه دوولس مليونو تنو انتخابوونکو په راي ګيری کی ګډون کړيدی ٠ اټکل کيږي چه د انتخاباتو ابتدائی نتيجه به د اکتوبر په لسمه نيټه اعلان شي او وروستنی نتيجه به د اکتوبر په دوه ويشتمه نيټه خپره شي ٠
د خبر له مخی د انتخاباتو د سالم تر سره کيدو د تامينولو لپاره د افغانستان حکومتی فوځ او په افغانستان کی د امريکی او ناتو بلاک ميشته فوځونه د تيارۍ په حال کی وو ٠