<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-22 18:28:18    
د ٌ عوينکی ٌ قوم د هيوادوالو نوی ژوند

cri

ٌ عوينکی ٌ د چين له شپږ پنځوسو قومونو څخه شميرل کيږی او نفوس يی ديرش زره پنځه سوه تنه دی ٠ دا قوم د چين يو کم نفوس لرونکی قوم دی او خلک يی په عمده توګه د چين په شمال کښی د داخلی مغولستان د خودمختارې سيمې په اړه د عوينکی قوم په خودمختاره ولسوالۍ او نورو ځينو ولسواليو کښی اوسيږی٠ په ١٩٥٨ کال کښی د عوينکی قوم د خودمختارې ولسوالۍ له جوړيدو له پنځه څلويښتو کالو راهيسی د چين د قومی پاليسۍ په رڼا کښی د دی ولسوالۍ څيره په پوره توګه ښه بدله شوی او د اقتصاد او ټولنې په شمول بيلا بيلو چارو يی چټک پرمختګ کړيدی٠

له ١٩٩٩ کال راهيسی د عوينکی قوم خودمختارې ولسوالۍ د اتيا کيلومترو د اوږدوالی په يوه سيمه کښی د شيدو د غواګانو د روزلو په باب پلان ترسره کړی او په عين وخت کښی يی د دولت په مالی مرسته د مالدارۍ د اساسی تاسيساتو د أبادولو ، د وښو د کرلو او د چمنونو د پاملرنې په برخو کښی لا زيات کوششونه کړی چه په نتيجه کښی د شيدو څو ډول غوره غواګانې روزل شوی، د مالدارۍ د ماشينی کيدو سويې يی د ټول هيواد په لومړی قطار کښی ځای نيولی او دا ولسوالی د چين د مالدارۍ د عصری أبادۍ نمونه او د مالدارۍ بيلګه ګرځيدلې ده٠

په ٢٠٠٣ کال کښی د دې ولسوالۍ حکومت د شيدو د توليداتو، صنائعو، د ايکولوجۍ د ساتنې او توريستی چارو ته د چټک انکشاف ورکولو په باب اهدف ټاکلی دی٠ اوس د دی ولسوالۍ په اړه د بايانتوهای او ايمين دوه صنعتی باغونه د داخلی مغولستان د خودمختارې سيمې د مهمو صنعتی باغونو په حيث ټاکل شوی، د هوی هه سيند لنده سيمه او د هونګ هوايړ جی د غوړ لرونکو ونو ځنګلونه د دولت په درجه د طبيعی چاپيريال د ساتنې په سيمو کښی شامل شويدی٠ په دی ولسوالۍ کښی د ٌ نادامو ٌ په نامه بازارونو ، د ٌ سه بين ٌ په نامه د عوينکی قوم عنعنوی اختر، د دی قوم ځانګړو دودونو او منظره لرونکو ځايونو ډير زيات چينی او خارجی سياحان راجلب کړيدی٠ د عوينکی قوم خودمختارې ولسوالۍ په وار سره په چين کښی د قومی يووالی او ترقۍ د بيلګې، مترقی کلتوری او سپورتی ولسوالۍ او د ښاری چاپيريال د عمومی تنظيم د مترقی ولسوالۍ افتخاری لقبونه ترلاسه کړيدی٠

پخوا د عوينکی قوم ځينو هيوادوالو په ښکار کولو لاس پوری کاوه٠ د داخلی مغولستان د خودمختارې سيمې د ګن هه د ښار په اړه د اولوګويا د عوينکی قوم د ښکاريانو علاقه داری ٌ د چين د وروستی ښکاری قبيلې ٌ لقب لری٠ دا علاقه داری په ١٩٦٥ کال کښی جوړه شويده٠ په هغه وخت کښی ښکاريانو په غرونو کښی ښکار کاوه، په ځنګلونو کښی اوسيدل او د توليد او ژوند زمينې يی ډير خرابې وې٠ د وحشی ژويو او ايکولوجيکی چاپيريال د ساتلو دپاره د ګن هه ښاروالی په ٢٠٠٣ کال کښی د څوارلس مليونو ژن مين بی يوانو په اندازه د پانګو په مصرفولو سره ټول ښکاريان له غرونو څخه ايستلی او د ښاری سيمې په لويديځ کښی يی د ښکاريانو نوی علاقه دارۍ جوړه کړيده٠ اوس د دوه شپيتو کورونو ښکاريان په عصری استوګنځی کښی اوسيږی٠ ښاری حکومت د ښکاريانو د اساسی ژوند د تامينولو دپاره دوی ته مالی مرستې ورکوی او له دوه شپيتو يونټونو څخه يی هم غوښتنه کړی چه د دوه شپيتو کورونو د ښکاريانو له توليدی چارو او ژوند سره مرسته وکړی٠ نن سبا ټولو ښکاريانو له ښکار څخه لاس اخيستی او په نوی ژوند يی پيل کړيدی٠

له څلويښتو کالو راهيسی، د اولوګويا د علاقه دارۍ عوينکی ښکاريان د قابل تاريخ ټولنې له وروستې مرحلې څخه په مستقيمه توګه سوسياليستی ټولنې ته ننوتلی او له کوچيانی ژوند څخه په دائمی کورونو کښی اوسيدو ته ، له وروسته پاتی والی څخه ترقۍ ته او له ناپوهۍ څخه اوسنی تمدن ته انتقال شويدی٠ له څلويښتو کالو راهيسی د دی علاقه دارۍ صنائعو او د سيون لو په نامه د يو ډول خاص ګوزنانو د روزنې چارو چټک انکشاف موندلی دی٠ د احصايی له مخی، د نوموړی علاقه دارۍ نفوس له يو سلو شپږ اتيا تنو څخه يو زرو دری سوو نوی تنو ته زيات شوی او د هر تن په حساب د خلکو خالص عائدات يی له اتيا ژن مين بی يوانو څخه نژدی دری زرو يوانو ته زيات شويدی٠ اوس د اولوګويا د علاقه دارۍ عوينکی خلکو په پوره توګه له ښکار کولو څخه لاس اخيستی او د ځانګړی تصديو د اداره کولو او مالدارۍ او توريستی چارو ته د انکشاف ورکولو په لاره کښی يی ګامونه پورته کړيدی٠

هيله ده چه د چين د حکومت د روښانه قومی پاليسۍ په رڼا کښی د عوينکی د قوم راتلونکی لا ښکلی وی٠