<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-24 17:42:09    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی قدرمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! نن بيا د دی اونی د مونږ او اوريدونکی دخپرونې په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو . زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ د ځولی ځولی سلامونو سره يو ځای ستاسو د روغتيا او خوشحاله ژوند هيلی کوو . هيله ده چه يو څوشيبی له مونږ سره پاتی شی او هغه څه چه مو پدی خپرونه کی ستاسو د ليکونو پربنسټ برابر کړيدی په خوښی سره واوری .

جونګ -- مونږ نه يوازی داچی اوريدونکی خپرونې اوريدو ته رابولو بلکی د دی هيله کوو چه زمونږ کران اوريدونکی تل روغ ، جوړ او خولی يی له خندا ډکی وی او په مينه مينه دغه خپرونه چه د دوی خپله خپرونه ده واوری .

رمز – چين جونګ جانی اوس چه تا د نورو نيکو هيلو تر څنګ د اوريدونکو خولی خولی له خندا ډکی غوښتی دی ، نو ښه به وی چه د خپل دايمی اوريدونکی محمد عارف عرفان له خوا د پښتو ژبی د وياړلی شاعر رحمن بابا د شعر په دغه بين د ليکونو د خپرولو لړی پيل کړو .

جونګ – محمد عارف عرفان په همدی ليک کی دا هم ليکلی چه عنايت صاحب دی ضرور دا بين نشر کړی نو تاسو مهربانی وکړ هغه ولولی .

رمز – ډير ښه احمان بابا وايی :

خوب خندا په لی غمی کيږی رحمانه *** چه په زړه يی ديار غم وی څه به خوب څه به خندا کړی .

جونګ – محترم محمد عارف عرفان نور څه ليکلی دی .

رمز – د افغانستان د سمنګانو د ولايت او سيدونکی او اوس د پاکستان په

صوبه سرحد مانسهره کی مهاجر محمد عارف عرفان د رحمان بابا د نوموړی بيت او سلامونو تر څنګ زياتوی چه ما سره ملګری دی قاری محراب الدين پريشان ، خان محمد خاکسار عبدالعياث همراز ، سيداګل همکار ، امان الله امان سردار خان احمدی ، زيرګل زړه سواندی ، ګل رسول جنت ګل چينايی ، نور جان نور انی ، غلام رسول ، دا د محمد همضفی ، طارق الله همضفی او قدات الله همضفی بيا ليکی چه مونږ ټول هره ورځ ستاسو پښتو خپرونه په ډير شوق او ذوق سره اوروو . او چه په ډيره مينه يی اورو هغه د مونږ او اوريدونکی پروګرام دی . د ليک په پای د دی يادونه کوی چه ستاسو د سهار له خوا خپرونه دلته ښه او صفانه اوريدل کيږی . خو کله کله پيخی نه اوريدل کيږی . هيله ده چه دغه ستونزه حل کړی .

جونګ – محمد عار عرفان او د کلب ټولو ملګرو ته يی مونږ هم د زړه له کومی سلامونه وايو زمونږ د خپرونه په هکله ستاسو د شوق او مينی څخه مننه کوو . او د سهارنی خپرونې د نه اوريدو ستونزه به خپلو تخنيکی څانګو ته ووايو تر څو يی د حل لاره ومومی . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک د شمشتو کمپ نصرت مينی څخه عرفان الله د اسلامی راليږلی او د سلامونو او ښو هيلو نه وروسته ليکی : د چين د بين المللې راډيو د پښتو څانګی ټول پروګرامونه اوروو . ډير مو خوښ دی ږ په تيره بيا د مونږ او اوريدونکی پروګرام مو ډير خوښ دی . له خدايه درتهد برياليتوبونو هيله کوو. بيا زياتوی : د ا زمونږ لومړی ليک دی چه درليږوئ او مونږ هيله کوو چه دا ليک مونږ ته نشر کړی . که چيری مو دا ليک نشر کړ ، نو قلمی رابعه به له تاسو سره ټينګه ساتو . دا لومړی ځل دی چه ستاسو د مضمونو په سيالی کی ګډون کوو . چه دوی د ځمکنی کری چه هکله معلوماتی مضمون ليکلی دی .

جونګ – عرفان الله اسلامی ته مونږ هم سلامونه وايو د پيدوزينو او نيکو هيله څخه مو مننه کوو. دا دی ستاسو راليږل شوی ليک مو خپور کړ . هيله ده چه خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره ټينګی وساتی . د راليږل شوی معلوماتی مضمون په هکله مو بايد ووايو چه د زه او سی ار ای په نوم د مضمنونو سيالی وخت لا دری مياشتی پخوا پايته رسيدلی دی او ستاسو ليک مونږ ته ډير ناوخته راورسيد . هيله ده چه زمونږ په دی راروانه سيالی کی په اړه يی په دوامداره توګه څلور مضمونو نه خپاره شول او هم د نوموړو خپرو شويو مضمنونو په اړه ټاکل شوی پوښتنی د اوريدونکو په پته واستوو ګډون وکړی او ژر تر ژره خپل ځوابونه راواستوی . تر څو په دی سيالی کی د ګډون حق تر لاسه کړی .خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د پشاور چارسدی روډ نه ګل حسين راليږلی . سلامونه يی ليکلی او وايی چه مونږ ستاسو خپرونې په مينی او شوق سره اورو ، خو د پروګرام پاڼی نه لرو او مجلی او ورځپانی راته راوليږی . دی ليکی چه وا ده می کړيدی ، خو ځينی ستونزی چه لرم لارښوونی ته اړتيا لرم .

جونګ – محترم ګل حسين ته مونږ هم سلامونه وايو . ستاسو د ليک نه مننه کوو . خو هغه ډول مجلی او عکسونه چه تاسو يی غواړی مونږ يی نه لرو . ستاسو د واده د ستونزی په هکله مونږ څه نشو کولای . تاسو کولای شی خپله ستونزه د خپلو مشرانو او د خپلی کورنی سره حل کړی ، تر څو تاسو تر لارښوونه وکړی . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک زمونږ د پاکستان هر يوپور شلم نمبر کمپ څخه زمونږ دايمی اوريدونکی سيدالرحمن بهير راليږلی لومړی يی مونږ او بيا يی اوريدونکو ته سلامونه ليکلی وروسته لا سلامونو نه وايی چه زه له تاسو نه ډير ګيله من يم ځکه چه

نه زما ليکونه نشر کوی او نه زما د ليکونو ځواب راکوی بيا پوښتنه کوی چه دا ولی ؟ ستاسو مطبوعات هم له ډيری مو دی راهيسی راته نه دی رارسيدلی . هيله ده چه په دی هکله ما ته ځواب راکړی .

جونګ – محترم سيدالرحمن بهير ته مونږهم سلامونه وايو . ستاسو د ګيلی په هکله وايو چه مونږ ستاسو تول رارسيدلی ليکونه خپاره کړيدی .حتی ستاسو دهغو ټولو زده کوونکو ليکونه چه شيمر يی له ٧٠ ليکونو نه زيات ؤ يادونه وکړه او تر څنګ مو ستاسو ليک په مفصل ډول نشر کړ. ځکه ستاسو د ټولو زده کوونکو په ليکونو څه نا څه يو شان مضمون ليکل شوی ؤ . خو ستاسو ټول ليکونه مو پخپل وخت خپاره کړيدی . ښايی تاسو زمونږ تيری خپرونی نه وی اوريدلی . مونږ هڅکله د اوريدونکو رارسيدلی ليکونه هيروی او تل هڅه کوو چه هغه خپاره کړو . ځکه په ډير زيار سره يی ليکی او د پوستی ستونزو سره يی مونږ ته رارسوی . نو ولی به مونږ ورته پام ونکړو . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک د صوبه بلوچستان ضلع قلعۀ سيف الله څخه سميع الحق غوری راليږی دی ليکی : زما ګيډی ګيډی سلامونه ومنی . وايی دا زما لومړی ليک دی او ماسره ملګری دی : عبدالمجيد خپاګان ، عبدالقيوم فريادی ، رقيب خان افسوس ، حيداعلی محرايی ، عبدالتار ، شمق الحق ، محمد هافم او عبدالجيب . سميع الحق غوری د خپل ليک په بله برخه کی زياتوی چه زه او زما تول ملګری ستاسو خپرونه اورو او ټول پروګرامونه مو ډير خوښ دی . خو دوی د ليک په پای کی يو می وزنه شعر هم ليکلی چه د نشر وړ نه دی .

جونګ – سميع الحق غوری صاحب او ټولو ملګرو ته يی سلامونه وايو . دا دی ستاسو لومړنی ليک خپور شو . خپلو شعرونو ته دوام ورکړی ، تر څو ښه ښه

شعرونه وليکی . خوشحاله اوسی .

رمز – دا څو ليکونه هم د صوبه بلوچستان د ضلع قلعۀ سيف الله د ميرزيی د کلب نه رارسيدلی دی . لومړی ليک د روزی خان شمال دی . خدای مه کړه چه نوم يی مونږ علط نه وی لوستی ، ځکه خپل نوم يی په څرګند ډول نه دی ليکلی ، سلامونه يی ليکلی او ليکی يی دی چه ستاسو خپرونی سره ډيره مينه لرو . دوهم ليک بيا هم د نوموړی سيمی او کلب نه ميدعلی ميرزی او ملګرو يی سيد عالم سلمانخيل ، عزيز الرحمن جلالزی اکرام الله جلالزی ، حيات الله جلالزی ، رحمت الله علوزی ، جعفر ميرزی ، بازخان ميرزی ،عارف ميرزی او کليم الله ميرزی په ګډه راليږلی ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيازياتوی چه مونږ ټول ستاسو خپرونې اورو او هغه ډيری خوښ دی . په راتلونکی کی به هم ليکونه درواستوو او دخپرونی د ښه والی په خاطر به وړانديزونه هم وليکو او هم به ستونزی په ګوته کړو . په پای کی زياتوی چه ستاسو راډيو دلته حضا نه اوريدل کيږی او هم غواړو چه مجلی او نور مطبوعات مونږ ته راواستوی او دا دريم ليک هم د ضلع قلعۀ سيف الله نه د کلب مشر مير علی ميرزی ليکلی دوی هم پخپل دغه جلا ليک کی زمونږ د خپرونو ستاينه کړيده او بيا يی د خپل د شعر د نشر غوښتنه کړيده ، خو بايد ووايو چه د ښاغلی ميرعلی ميرزی صاحب شعر کوم شعر وزن نه لری ، هيله ده چه په راتلونکی کی نور ښه ښه شعرونه وليکی او مونږ ته يی راوليږی . دا څلورم ليک بيا هم د ضلع قلعۀ سيف الله نه حيا الله مسرور راليږلی دی . سلامونه يی ليکلی او د خپرونی د ستاينی تر څنګ يی د مطبوعاتو غوښتنه کړيده .

جونګ – رمز صاحب څلور ليکونه دی يو ځای ولوستل او ما ته د خبرو ځای پاتی نشو ، خو زه پخپل وار د صوبه بلوچستان د ضلع سيف الله نه د راليږل شويو

لينونو ليکو الانو ته سلامونه وايم او د دوی نورو ليکونو ته سترګی په لاره يو . مطبوعات به ورته واستوو .

رمز – دا ليک هم د صوبه بلوچستان نه خو له سنجاوی څخه رااستول شوی دی . ليک د نوی شاهين لسنرز کلب څخه سفر محمد وردک جمعه خان همداد عبدالقدوس مخلص او عطا محمد شاهين ليکلی او د سملانونو نه وروسته زياتوی چه ستاسو ل پروګرامونه اوروو او ورڅخه ډير خونداخلو د ډيری مو دی راهيسی زمونږ د ليک رابطه قطعه وه . خو له دی نه وروسته به تل ليکونه دراستوو . د ليک په پای کی ليکلی دی : چه زمونږ ګاونډی هيواد چين دی ه رکله اباد او ښاد وی .

جونګ – سفر محمد وردک او ټولو ملګرو ته يی سلامونه وايو . هيله ده په راتلونکی کی هم ليکونه راواستوی . ښاد او اباده اوسی .

رمز – او زمونږ د خپرونی دا وروستی ليک د صوبه بلوچستان ضلع پشين کلی تر اټی څخه بدرالدين عزيزی ، لعل محمد ساحر ، محمد نعيم ازاد، عبدالو اجد پردسيی او رحمت الله کاکړ راليږلی . ليکلی يی چه د پښتو څانګی ټولو کارکوونکو او ټولو اوريدونکو ته د زړه له کوم یسلامونه وړاندی کوو . بدرالدين عزيزی بيا زياتوی : زه د جولای د مياشتی پر درويشتمه نيټه د فنبی په ورځ په پوښتنو ته ځواب په پروګرام کی د تيری شوی سيالی نتيجی اعلان کړی او د زه خوشحالی می د جنون ت رحده ورسيده چه کله مو زما نوم د لومړی جايزی د ګټونکی په توګه واخيست . د نورو ستاينو او د خوښی له څرګندولو وروسته زياتوی خدای دی وکړی چه تاسو تر پايه پوری همدغه ونګ زمونږ د خوشحالی سبب وګرځی .

جونګ – بدرالدين عزيزی او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم ځولی ځولی سلامونه وايو او دا چی زمونږ د کوچنی او ناڅيزی جايزی له امله ډير خوښ شويدی .

مونږ هم ورته خوشحالی غواړو. خو عزيزی صاحب د خپل ليک په پای کی د ليکل شوی شعر د نشر غوښتنه کړيده .

رمز – په رښتيا هم بدرالدين عزيزی يو شعر هم ليکلی نو زه به يی ورته ولولم .

جونګ – مهربانی وکړی .

رمز – زه نظر ته يی منظر هر شيبه يی

زما د سترګو تر نظر هره شېبه يی

د لمرمخی ګل پشان په تاژوندی يم

ته زما دپاره لومړی هره شېبه يی

ای جانانه څله نه راځی په ويښه

چه په خوب مي همسفر هره شېبه يی

خودايی دی ليری کړه اغزی اغزی دقيبه

زما په لاره کی خطر هره شېبه يی

عزيزی له تاسو اخاوری ايری يم .

ته می روح ته می بشر هره شېبه يی

جونګ – زمونږ د دی اونی د مونږ او اورديونکی خپرونه په همدی ځای پايته ورسيده . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .