<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-09-29 19:15:25    
د نوی ژوند د رامنځ ته کولو دپاره ګډ کوششونه کوی

cri

د چين د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه کښی د ٌ عرګونا ٌ د ښار په اړه د روسی قوم علاقه داری ٌ شی وۍ ٌ په چين کښی د روسی قوم يوازنی خودمختاره علاقه داری ده چه په ١٩٩٤ کال کښی جوړه شويده ٠ له يوولسو کالو راهيسی د بيلا بيلو قومونو د خلکو د ګډو کوششونو له لاری د دې علاقه دارۍ څيره بيخی نوی شويده٠ اوس په دی علاقه دارۍ کښی بيلا بيل اساسی تاسيسات په پر له پسی توګه بشپړه شوی، مالداری يی د انکشاف په حال کښی ده، توريستی چاره يی چټک انکشاف مومی او په ټولنه کښی يی له سعادتمنۍ څخه ډکه او د خوښۍ وړ منظره ليدل کيږی ٠

څرنګه چه د روسيی قوم د علاقه دراۍ ٌ شی وۍ ٌ په ښاری سيمه کښی تر مځکو لاندی د خوږو اوبو سطحه ډيره ټيټه ده او تر مځکې لاندی د کمې ژورې طبقې په اوبو کښی د فلوارو تناسب له عادی معيار څخه اوښتی دی، نو پخوا په يوه اوږده موده کښی اوسيدونکی يی د څښلو اوبو له ستونزو سره مخامخ ؤ او د ژوند د اړتياوو د پوره کولو دپاره به يی مجبورأ د کراچۍ په وسيله پنځه کيلومتره ليری له سيند څخه اوبه راوړلې٠ د دی مسئلې د حلولو او د اوسيدونکو د ژوند د زمينو د ښه کولو دپاره له ٢٠٠٣ کال نه تر ٢٠٠٤ کاله پوری په نوموړی علاقه دارۍ کښی د نلونو په واسطه د څښلو د اوبو پروژه بشپړه او د محلی اوسيدونکو د څښلو د اوبو ستونزه په پوره توګه ليری شويده٠ کله چه پاکې اوبه لومړی ځل له نل څخه وبهيدې، د روسی قوم ټولو هيوادوالو په خوښۍ سره ٌ اورا ٌ وويل ٠

د ولسی حکومت په مرسته د روسی قوم د علاقه دارۍ تعليمی چارو هم چټک انکشاف موندلی دی٠ اوس په دې علاقه دارۍ کښی يو منځنی ښوونځی او دری لومړنی ښوونځی شته چه ډير ښه تعليمی چاپيريال او مکمل تدرسی تاسياست لری٠ د روسی قوم ښوونکی او زده کوونکی په خپلو ښوونځيو کښی د انټرنيټ په وسيله له تعليمی منابعو څخه استفاده کولای شی٠

له څو کالو راهيسی د روسی قوم په علاقه دارۍ ٌ شی وۍ ٌ کښی د روسی قوم د هيوادوالو له کورونو څخه ليدنه کتنه د توريستی چارو يو ځانګړی او تود پروګرام ګرځيدلی دی٠ د روسی قوم ځانګړی خوراکونه، د دی قوم لرغونی استوګنځی ، خوندورې روسی سندرې او نڅاوې او د عرګونا د سيند د غاړې ښکلی منظرې ډير زيات سياحان راجلبوی٠ د نوموړی توريستی پروګرام د لا ښه کولو او د لا زياتو روسی خوراکونو د پخولو دپاره په خاصه توګه د چين يو شمير روسانو د روسيې ځينی ښارونه وليدل ، د هغه هيواد د اوسيدونکو په کورونو کښی يی د سامانونو له ترتيبيدو، د کوټو له سينګاريدو او ښکلی کيدو او د انګړ له سمسوريدو څخه ليدنې کتنې وکړې، د روسيې له اوسيدونکو څخه يی د ميلمنو د هرکلی او پاملرنې تشريفات او د خالصو روسی خوراکونو د پخولو مهارتونه زده کړل او له روسيې څخه يی د خوړلو زيات سيټونه ، مسالې او سنګارونه واخيستل٠

د روسی قوم ځانګړی عنعنوی کلتور ته د پراختيا ورکولو دپاره د روسی قوم د علاقه دارۍ ٌ شی وۍ ٌ خلکو په خپله خوښه يوه ولسی هنری ډله جوړه کړيده٠ د دی ډلې هر غړی د سندرو ويلو او نڅا کولو په برخه کښی لوی لاس لری ٠ هر کله چه په دی علاقه دارۍ کښی مهم او درانه فعاليتونه اجرا کيږی او په تيره بيا د روسی قوم د اخترونو نمانځل کيږی، هنری ډله په وړيا توګه د روسی قوم په زړه پوری هنری نمايشونه کوی او په نتيجه کښی يی د شاوخوا کليو زيات کليوال راجلب کړيدی٠ دغه راز نوموړی هنری ډله کله کله نورو کليوالو ته روسی ژبه او سندرې هم ورزده کوی٠

د چين روسی قوم د روسيې د مهاجرينو نسلونه دی٠ په اتلسمه او نولسمه ميلادی پيړۍ کښی زيات روسان له روسيې څخه چين ته په کډه راغلی وو٠ اوس د دی قوم نفوس څه دپاسه پنځلس زره تنه دی او په عمده توګه د چين په شمال لويديځ کښی د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې ، د چين په شمال کښی د مغولستان د خودمختارې سيمې او د شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ او لياو نين د ولايتونو په ځينو ځايونو کښی اوسيږی ٠