<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-01 17:28:16    
مونږ او اوريدونکی

cri

د مونږ او اوريدونکو د خپرونی عزتمنو اوريدونکو

د ځولی ځولی سلامونو په وړاندی کولو سره ددی اونی خپرونه مو ستاسو د ليکونو پر بنسټ جوړه کړی او دا دی زه عنايت اللله رمز او زما همکاره چين جونګ يی تاسو ته ډالی کوو .

چين چونګ ، مخکښی له دی نه چه د اوريدونکو ليکونه ولولو دا هيله کوو چه خپل ليکونه مونږ ته واضح او څرګند وليکی او هم پخپلو ليکونو کښی خپلی پتی هيری نه کړی او رمز صاحب دا لومړی ليک د کوم اوريدونکی او له کوم ځای څخه يی رااستولی دی .

رمز ، چين چونګ جانی دا يو ليک نه بلکی دوه ليکونه دی چه زمونږ دايمی اوريدونکی قاری محراب الدين پريشان د صوبه سرحد پاکستان مانسهری اچهړيان نهم لمبر کمپ نه يی رااستولی دی .

ښاغلی قاری محراب الدين پريشان د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته په يوه ليک کښی يی ليکلی چه ستاسو څخه ډيره مننه کوم چه زما نوم مو د زه او سی ار ای په سيالی بريالی اعلان کړ او له دی امله ډير خوشحاله شوم .

په دوهم ليک کښی يی ليکلی چه ما دخپل کلب نوم بدل کړو او هم غواړم چه يو کتابتون جوړ کړم او هم يی د مطبوعاتو او زمونږ له خوا د پښتو هنداری په نوم د چاپ شوی اخبار غوښتنه کړی ده .

دغه شان قاری صاحب محراب الدين ليکی چه زما ملګری دی محمد عارف عرفان ، قاری نوروز عاشق، جمع الدين فريادی ، خان محمد خاکسار ، قاری عطا دالله ،

فرديسی ، عبدالغياث همراز ، قاری محمد داود همدرد ، قاری انحر ګل مسافر ، زيړ ګل زړه سواندی ، سيد الرحمن چينايی او اغا ګل ملنګ يار او د دغه ليک په پای کښی يی يوه ټوکه او شعر هم راليږلی دی .

چين چونګ ، قاری صاحب محراب الدين پريشان او ددوی د کلب ټولو غړو ته سلامونه وايو او د کلب د نوم له امله ور ته مبارکی وايو .دا چه تاسو غواړی کتابتون جوړ کړی ، ډير ښه کار دی ځکه د کتاب او پوهی سره مينه او علاقه د يوه ښه انسان نښه ده په دی کار کښی ستاسو برياليتوب غواړو .خو د خپرونی د وخت د کموالی او د ليکونو د زياتوالی له امله به مو د نورو ليکونو شعرونو او ټوکو ته په راتلونکو خپرونو کښی ځای ورکړو .خوشخاله اوسی .

رمز ، دا ليک هم د پاکستان صوبه سرحد اچهړيان دريم لمبرکمپ څخه طارق الله همدرد راليږلی ،ګيډی ګيډی سلامونه يی ليکلی او بيا ليکی چه زه دمحمد عارف عرفان همصنفی يم او د هغه په لارښوونه د سی ، ار ، ای راډيو پښتو خپرونی سره اشنا شوم او زما نور ملګری قدرت الله ارمانی ، فضل واحد واحدی ، محب الله وفا سرباز هجران ، هدايت الله قادری او اصيل محمد صديق هم سلامونه وايی . بيا ليکی چه زه او زما ملګری غواړو چه په راتلونکی کښی هم له تاسو سره قلمی اړيکی ټينګی کړو او هم پخپل ليک کښی زياتوی چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی وخت لږ دی ، بايد زيات شی ، د ليک په پای کښی يی د مطبوعاتو او د ليک د پاکټونو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ ،محترم طارق الله همدرد او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم ډير ډير سلامونه وايو دا دی ستاسو ليک مو خپور کړ .مطبوعات او د ليک پاکټونه به هم

درواستوو .ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز ،دا ليک زمونږ د يوه نوی اوريدونکی دی خپل نوم يی بهايی جان حکمتيار ليکلی او ليک يی د مانسهری لومړی لمبر کمپ نه رااستولی دی .د زړه له کومی سلامونو نه وروسته ليکی ما سره ملګری دی نورا جان پريشان ،محمد الله جان سيلابی ، کوچنی نعيم جان او محب الله ، دوی په خپله ليک کی زياتوی چه مونږ ستاسو نوی اوريدونکی يو ، ستاسو ټول پروګرامونه ډير خوښ شوی او هغه په ډير شوق سره اوروو.او وايی چه له فرهنکی موادو څخه مو محرومه نه کړی .وروره ، مونږ به حتما تاسو ته فرهنکی مواد تاسو ته دروليږو. هيله ده چه تاسو يو يو مونږ ته پيغام راوليږی ، مونږ تاسو ته انتظار باسو .

زمونږ دغه نوی اوريدونکی بهايی جان حکمتيار يوه لنډه ټوکه نه بلکی يوه وروکی کيسه راليږلی او د نشر غوښتنه يی کړی ده، که څه هم دخپرونی وخت مونږ دی ، خو ددی دپاره چه زمونږ دا اوريدونکی نوی دی او لومړی ځل يی ليک رااستولی دی ، ددوی ليکل شوی کيسه به هم ولولو .

چين چونګ ، مهربانی وکړی ، څه شی يی ليکلی دی ، ښاغلی بهايی جان ليکلی چه يوه ورخ يوه ګيدړه دزمری سره په لاره کښی يو ځای شوه ،ګيډری زمری ته مخ راواړوه او ور ته يی وويل چه ولی دومره کمزوری يی . زمری ور ته په ځواب کښی وويل هر څه ښه پريمانه خورم ، خو را باندی لګيږی نه ، نه پوهيږم څه وکړم . ګيډړی ور ته وويل چه زه به يو خر تا ته راوړم ته دهغه ماغزه وخوره او ډير به چاغ شی ، زمری خوشحاله شو، دا خو ډير ښه کار دی .ګيدړه لاره يو خر يی ور ته راوست .کله چه خره زمری وليد، په منډو شو .ګيډری ور پسی منډه کړه او خر يی په خپل بيرته

راوکرځوه . په دی وخت کښی زمری په خره حمله وکړه او هغه يی مردار کړ .ګيدړی بيا زمری ته مخ واړوه او په مکر او چل سره يی زمری ته وويل چه ولاړشه مخ او لاسونه دی په اوبو ومينځه او بيا به د خره ماغزه وخوری کله چه زمری اوبو ته ولاړ ګيدړی په بيړه د خره ماغزه وخوړل او پر يوی تيږی کيناسته، په دی وخت کښی زمری د مخ او لاسونو منځلو نه وروسته بيرته راغی ، خو ويی ليدل چه د خره په کله کښی ماغزه نشته . نو ګيدړی ته يی مخ واړوه او په فرياد سره يی وويل چه په دی کښی خو ماغزه نشته حالاکی او مکاری ګيدړی ور ته وويل زمری جانه، که د خره عقل او ماغزه وای، نو تا ته به کله را ته .

چين چونګ ، دبهايی جان راليږل شوی لطيفه خو په زړه پوری وه هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپل ليکونه راواستوی دمونږ او اوريدونکی د وخت د زياتوالی په هکله بايد ووايو چه دا څو مياشتی کيږی چه د نوموړی پروګرام وخت له پخوانيو پنځه دقيقو څخه لس نيمو دقيقو ته زيات شوی دی او مونږ همدومره وکولای شول چه د مونږ او اوريدونکی د خپرونی وخت نوری پنځه نيمی دقيقی زيات کړو ، هيله ده چه قناعت مو حاصل شوی وی .

ګرانو اوريدونکو ، د چين د قيمتی ټاپو _ تايوان په باب زمونږ د راډيو د معلوماتی مسابقی مضامين مو د روان کال د اګيست له پنځلسمی نيټی څخه د هری اوونی په دوشينبه خپار کړل او زمونږ ددی سيالی وخت به د نوامبر تر ديرشمی نيټی پوری پای ته ورسيږی . هيله ده چه تاسو په فعاله توګه په دغه سيالی کښی ګډون وکړی تر څو په دغه سيالی کښی برياليتوب تر لاسه کړی . مونږ به د اکتوبر په دريمه او لسمه نيټه داوريدونکو سوالونو ته د ځواب په پروګرارم کښی

وروستی دوی مقالی خپری کړو او د پوښتنو سم ځوابونه به هم ور سره خپاره کړو او له نورو دوو يعنی له لومړی او دوهم مضمون سره يو ځای چه ددوهم ځل دپاره خپاره شوی، پوره ځوابونه راوليږی . هيله ده چه تاسو په ټاکلی وخت کښی دغه دوه پاتی مضامين هم واوری . که تاسی تر اوسه پوری د نوموړی معلوماتی مسابقی پاڼه نه ده تر لاسه کړی ، نو مونږ ته خبر راکړی ، مونږ به سمدلاسه نوموړی پاڼه تاسو ته دروليږو . علاوه پر دی مونږ هيله من يو چه تاسی د خپل کور او د کار د څانګی تيلفونی لمبر او د انترنيت پته مونږ ته راوليږی . ډيره مننه .