
ګرانو اوريدونکو ! په نننی خپرونه کی به تاسو يو مضمون واورئ چه عنوان يی دی : تبت د ښځو او ماشومانو د روغتيا د تامين دپاره کوشش کوی .
د روان کال د اګيست په دوهمه نيټه د تبت د قوم يوه ميرمن چه څي ژين جو ما نوميږي ، تازه مور شوه . خبريال په دوهمه ورځ د تبت د لين جي د ښځو او ماشومانو د حمايی په روغتون کی ورسره مرکه وکړه او خبر شو چه ددې کور د لين جي د ولسوالی د بو جيو په علاقه دارۍ کی پروت دی او د ولسوالۍ د ښځو او ماشومانو د حمايی له روغتون څخه يوازي څلويښت کيلومتره فاصله لري . جو وويل ( اواز ) زه د حامله ګی په موده کی د ولسوالۍ په روغتون کي د معاينې له لارې په هغه ناروغۍ اخته شوم چه يوازی د حامله ګی په وخت کی رامنځته کيږي او د ولادت نه وروسته ښه کيږی . نو له دی نه وروسته زه په دی روغتون کی بستری شوم او د بستری لګښت مې ډير نه دی .
هغی وويل چه ماشوم ته مې د زيږيدو نه وروسته په ٢٤ساعتو کی د بی سی جی او د ځګر د ناروغۍ په ضد واکسينونه تطبيق شوی دی . برسيره پردی روغتون د نورو واکسينونو د تطبيقولو په باب مهال وېش ما ته راکړ او کور ته د بيرته راتګ نه وروسته مې نوموړی مهال وېش د علاقه دارۍ کلينيک ته وړاندی کړ او له دي نه وروسته به د کلينيک ډاکتر په ټاکلې وخت کی زما ماشوم واکسين کړي .
په عين وخت کی په نوموړی روغتون کی نورې اته تنه کليوالي ښځې هم په دی روغتون کی بستری شوې . نن ورځ هغه پخوانی عادت بدل شويدی چه ښځې په خپل کور کی ماشوم زيږوی.
د لين جی د ښځو او ماشومانو د حمايی روغتون رييسه يون څو چه سن يی ديرش کاله دی . خبريالانو ته وويل زمونږ په روغتون کی ديرش بسترونه شته او طبي سامان الات يی ډير بشپړ دی .په تيرو څو کلونو کی زمونږ په روغتون کی د هغو ښځو شمير قدم په قدم زيات شويدی چه ماشوم زيږوي . په ٢٠٠٤ کال کی يو سلو اتيا تنه ښځې د ولادت دپاره زمونږ په روغتون کی بستری شوېدي ، خو يوازی د روان کال په لومړنيو اوه مياشتو کی څه دپاسه يو سلو شپيته تنه حامله ښځې بستری شوي او دا رقم د تير کال د مجموعي شمير په سلو کی پنځه اتيا ته رسيږی . ولي اوس مخ په زياتيدونکي تبتي ښځې غواړي چه په روغتون کی ماشوم وزيږوي ؟ رييسې يون څو خبريال ته داسي وويل ( اواز ) عمده علت يي دا دی چه زما په شان د ښځو او ماشومانو د حمايی کارکوونکی هميشه د بزګرانو او مالدارانو کورونو ته ځي او ګڼ شمير ښځو ته د هيواد د کورنيو د لارښوونی په باب ښه پاليسي تبليغوي ، په عين وخت کی د ښځو او ماشومانو د روغتيا د تامين دپاره ددوي دپاره ښه خدمت کوی . نو د حکومت د مالی مرستی له امله لا زيات شمير ښځی د ولادت دپاره روغتون ته ځي
.
د تبت په خود مختار سيمی کی د ښځو او ماشومانو د حمايی چارې د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزی له نيمايی څخه پيل شوي دی . د ٢٠ کلونو د کوششونو له برکته اوس د تبت په ټولو سيمو کی د ښځو او ماشومانو د حمايی روغتون جوړ شويدی . په عين وخت کی په اکثرو کليو او علاقه داريو کی مرکزي روغتون شته او په دغو روغتونونو کی د ښځو او ماشومانو د روغتيا د تامين دپاره خاص ډاکتران ټاکل شويدي .
د خبر له مخی : د ښځو او ماشومانو د حمايی د چارو د انکشاف سره سم په تبت کی د حامله ښځو او ماشومانو د مړينې ميزان په جلا جلا توګه په ښکاره توګه ټيټ شوی دی . لکه چه د تيرې پيړۍ د پنځمی لسيزی څخه تر اوسه پوري د حامله ښځو د مړينې ميزان په سلو کی له پنځه څخه صفر اعشاريه درو ته ټيټ شوی دی .
سره له دي چه په تبت کي د ښځو او ماشومانو د حمايی چارو ډيره ترقي موندلی ده ، مګر له دي امله چه تبت په لوړه کي پروت دی او ډاکتران يي کم دي ، نو اوس په دي ساحه کي يو شمير نيمګړتياوې لا هم موجودي دي . نو د بيلا بيلو ځايونو حکومتونو د ښځو او ماشومانو د روغتيا د تامين دپاره يو لړ لازم تدبيرونه غوره کړيدي لکه چه د تبت د شان نان سيمی حکومت د بيلا بيلو کليو او علاقه داريو د ښځو او ماشومانو د روغتيا د تامين دپاره د تخنيکی مرستی د برابرولو او د طبي کارکوونکو د روزلو په شمول ګټور تدبيرونه تر سره کړيدي . د دی سيمی ولسي روغتون د نسايی او ولادی څانګی مديری څانګ جيو جو مه د خريال سره د مرکې په ترڅ کي وويل ( اواز ) زمونږ روغتون هر کال کليو او علاقه داري ته ډاکتران ليږی ، تر څو د حامله ښځو او نوی زيږيدلو ماشومانو د معاينې او د سخت ولادت په برخه کی د محلی ډاکترانو ته لارښونه وکړی .
د بل خبر له مخی : د ښځو او ماشومانو د حمايی د چارو د پياوړتيا دپاره د تبت د خود مختارې سيمی د ښځو او ماشومانو د حمايی مرکزونو د جوړولو پلان جوړ کړيدی څو چه تر ممکنه حده پوری په راتلونکو پنځو کلونو کی د ښځو او ماشومانو د حمايی سيستم جوړ او بشپړ کړای شي .