د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک د سپورتی لوبو په موده کی د خوراکی موادو د امنيت د تضمين لپاره د بيجينګ ښاروالی په خاص ډول اړوند عملياتی پلان جوړ کړی ، اوس يی په هراړخيز ډول ددی پلان په تطبيق پيل وکړ .
د معلوماتو له مخی ، د نوموړی پلان سره سم به د بيجينګ ښاروالی د خوراکی موادو د امنيت د تضمين د معيار لړۍ وټاکی .
سربيره پردی ، د اولمپيک راتلونکو سپورتی لوبو ته د خوراکی موادو د عرضی لپاره ځانګړی توليدی مرکزونه به جوړ شی او اړوندی تصدی هم وټاکل شی .