<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-06 16:54:43    
د چين مرکزی حکومت په پوره طاقت سره د شينجيانګ له انکشاف څخه ملاتړی کوی

cri

د روان کال د اکتوبر لومړی نيټه د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د جوړيدو له پنځوسمې کاليزې سره مصادفه ده٠ له پنځوسو کالو راهيسی ، د مرکزی حکومت په قوی ملاتړ او د شينجيانګ د بيلا بيلو قومونو د خلکو د ګډو کوششونو په اثر په دغه خاوره کښی چه د چين د ټولې خاورې يو پر شپږمه برخه نيسی، ستر بدلون رامنځ ته شويدی٠

د قزاقی قوم زده کوونکی مختار د شينجيانګ د التای د لومړی منځنی ښوونځی په شپږم ټولګی کښی زده کړه کوی اود خپلی راتلونکی په هکله ښه ارزو لری٠ هغه وويل چه زمونږ په ښوونځی کښی د زده کړې زمينې ډيرې ښې دی ، زه غواړم چه په راتلونکی کال کښی د کانکور د ازموينې له لاری د چين د ډير مشهور پوهنتون ٌ چينګ هوا ٌ د رياضی علومو په څانګه کښی داخل شم ، هيله من يم چه رياضی پوه وګرځم ، د رياضی د ساحې هغه موضوعات چه تر اوسه پوری ندی حل شوی حل کړم او د خپل هيواد د علمی چارو دپاره ورڅخه ګټه واخلم٠

خو څه دپاسه پنځوس کاله مخکښی د شينجيانګ د معمولی کورونو د اولادونو دپاره د زده کړې د فرصت ترلاسه کول يو مشکل کار ؤ٠ په ١٩٤٩ کال کښی د شينجيانګ په ټوله سيمه کښی يوازی يو پوهنتون او يوولس منځنی ښوونځی موجود وو او تدريسی زمينې يی ښې نه وې٠ په هغه وخت کښی د شينجيانګ د وګړو په سلو کښی نوی برخه بی سواده وه ٠ له پنځوسو کالو راهيسی د شينجيانګ تعليمی چارو بيخی ښه بدلون موندلی دی٠ اوس د شينجيانګ په خودمختاره سيمه کښی اته زره شپږ سوه ډول ډول ښوونځی شته او څه نا څه څلور مليونه څلور لکه تنه زده کوونکی پکښی زده کړه کوی چه له دې جملې څخه په سلو کښی شپيته برخه د ملی اقليتونو زده کوونکی دی٠ په تير کال کښی د چين مرکزی حکومت د يو سلو څلويښت مليونو ژن مين بی يوانو په اندازه د پانګو په اچولو سره د شينجيانګ د بيوزلو ځايونو د منځنيو او لومړيو ښوونځيو ټولو زده کوونکو ته په وړيا توګه د تحصيلاتو د ترلاسه کولو فرصتونه برابر دی ٠

د شينجيانګ ترانسپورتی چارو هم چټک انکشاف موندلی دی٠ د دی خودمختارې سيمې رئيس اسماعيل تيل ولد د دې سيمې د پخوانی ژوند د يادولو په ترڅ کښی وويل چه د شينجيانګ اوسنی څيره بيخی نوی شويده ٠ په ١٩٦٢ کال کښی زه په پوهنتون کښی د داخليدو دپاره د باروړونکی موټر په ذريعه د شينجيانګ د جنوبی برخې له کاشغر څخه وروموچۍ ته راغلم او په لاره کښی می اووه ورځې تيرې کړې٠ خو اوس په الوتکه کښی له وروموچی څخه کاشغر ته د تللو دپاره يوازی يو نيم ساعت په کار دی٠

د شينجيانګ د خودمختارې سيمې د جوړيدو له پنځوسو کالو راهيسی ، د چين مرکزی حکومت د ډير زياتو پانګو په اچولو سره د دې سيمې د اوبو لګولو، ترانسپورت، مخابراتو، د ايکولوجيکی چاپيريال د ساتنې په شمول د شينجيانګ د اساسی تاسيساتو أبادۍ پياوړی کړيدی٠ د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کښی په شينجيانګ کښی يوازی څو ساده سړکونه موجود وو، هيڅ اوسپنيزه لاره نه وه او خره او اوښان د خلکو د ترانسپورت عمده وسيلې وې٠ خو اوس په شينجيانګ کښی د سړکونو عمومی اوږدوالی شپږ اتيا زرو کيلومترو ته رسيدلی، د دری زرو کيلومترو په اوږدوالی اوسپنيزې لارې په کار لويدلی او هوايی کرښې يی شينجيانګ له شپيتو چينی او خارجی ښارونو سره نښلولی دی ٠

په ٢٠٠٤ کال کښی د شينجيانګ د کورنيو توليداتو کلنی عمومی ارزښت دوه سوه شل مليارډو ژن مين بی يوانو ته رسيدلی او د پځوسو کالو د مخکښی په نسبت څه دپاسه څلويښت چنده زيات شويدی ٠

د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د ګوندی کميټې منشی وانګ له چيوان خبريال ته وويل چه د اقتصاد د چټک انکشاف په اثر د شيجيانګ د خلکو د ژوند سويه په ثابته توګه لوړه شويده ، د هر تن په حساب د شينجيانګ د ښاری اوسيدونکو منځنی عائدات او د بزګرو خالص عائدات د ١٩٧٨ کال په نسبت په جلا جلا توګه درويشت اعشاريه پنځه او اتلس اعشاريه اته چنده زيات شويدی٠

شينجيانګ د زياتو قومونو د اوسيدو سيمه ده ٠ د ټولې سيمې له څه دپاسه نولسو مليونو نفوسو څخه د ملی اقليتونو هيوادوال په سلو کښی شپيته برخه نيسی٠ په شيجيانګ کښی د مذهبی ازادۍ په باب پاليسی ډيره ښه تطبيق شويده٠د کاشغر ويغوری سپين ږيری محمد رحمان چه يو کلک مسلمان دی، خبريال ته وويل چه د مذهبی عقيدې په باب د ولسی حکومت پاليسی ډيره ښه ده ، مونږ د مذهبی عقيدې أزادی لرو او له هيڅ محدوديت سره مخامخ نه يو٠

د احصايی له مخی، اوس په شينجيانګ کښی څه دپاسه څليرويشت زره جوماتونه، بودايی معبدونه او کاتوليکی کليساوې شته او څه دپاسه نهه ويشت زره تنه مذهبی کارکوونکی پکښی مذهبی چاری پرمخ وړی٠ د مذهبی کارکوونکو او مذهبی شخصيتونو عادی مذهبی فعاليتونه د قوانينو لخوا تر ښه حمايت لاندی راوستل شويدی ٠