<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-08 18:15:33    
مونږ او اوريدونکی

cri
د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ،

زه عنايت ولله رمز او زه چين چونګ بيا ستاسو په خدمت کښی يو او په دی هيله چه د روغتيا په جامو کښی پټ واوسی ، ستاسو ددی اوونی خپرونه پيل کوو .

چين چونګ ، مخکښی له دی چه داوريدونکو ليکونه راواخلی له خپلو اوريدونکو څخه په ډير درنښت هيله کوو چه هغه ليکونه چه مونږ ته يی رااستوی، په واضح او څرګند ډول وليکی او هم پخپلو ليکونو کښی خپل ادرس يا پته هم هيره نه کړی . رمز صاحب داوريدونکو د خوښی او خوشحالی په هيله به ليکونه راواخلو او دا لومړی ليک د کوم اوريدونکی دی .

رمز ، دا ليک زمونږ دايمی اوريدونکی بدرالدين عزيزی او ملګرو يی هر يوه لعل محمد ساحر ، محمد نعيم ازاد، عبدالواحيد پرديسی او رحمت الله کاکړ د صوبه بلوچستان پشين کلی تراټی څخه راليزلی دی .

عزيزی صاحب له ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته ليکی چه د دغه ليک له لاری سيدالرحمن بهير ، اقبال بشر دوست ، معشوق جان کامه وال ، بشريار مندوخيل او شازی تبسم خور ته زما سلامونه ورسوی . دليک په بله برخه کښی له مونږ څخه دا غوښتنه کوی چه زمونږ هر ليک دی په جلا جلا توګه په پروګرامونو کښی خپور شی .

دچين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی سره د خپلی مينی د څرګندولو اظهار په دی جملو کوی وايی، ګرانو دوستانو څنګه چه ورځ په لمر تازه کيږی ،زمکه په باران او ګلونه په سپرلی تازه کيږی ، همداسی مونږ هره شپه د سی ، ار ، ای راډيو په

پښتو خپرونه تازه کيږو .

چين چونګ ، بدرالدين عزيزی او د ملګرو ته يی مونږ هم ډير ډير سلامونه وايو .زمونږ د خپرونی څخه د ستاينی له امله يی مننه کوو او په هره خپرونه کښی ددوی د ليکونو د خپرولو په هکله بايد ووايو چه هر وخت په يو ځای توګه د يو اوريدونکی ليکونه په يوه خپرونه کښی نه خپرو ، خو کله کله داسی کيږی چه د يوه اوريدونکی څو ليکونه په يو وخت مونږ ته رارسيږی، که مونږ هغه په جلا جلا توګه هر پروګرام ته وساتو که له يوی خوا ډير ځنډ پری تيريږی او له بلی خوا د نورو اوريدونکو دپاره د ليکونو د خپريدو ځای نه پاتی کيږی . دا په دی معنی چه مونږ به يوازی د څو دايمی اوريدونکو ليکونو ته په خپرونه کښی ځای ورکوو او نور اوريدونکی چه هغوی هم د خپلو ليکونو د خپريدو هيله لری له ياده وباسو او په دی توګه به مو د ډيرو اوريدونکو په حقوقو تيری کړی وی . ښه به دا وی چه هم خپل مطلب حاصل کړو او هم دوستان له لاسه ور نه کړو او عزيزی صاحب په خپله ليک کښی

يو عزل هم راليږلی تاسو رمزصاحب مهربانی وکړی هغه هم ور ته ولولی .

رمز ، دا هم د دبدرالدين عزيزی راليږل شوی عزل چه وايی ( شعر )

د نشر په هيله يوه عزل ور ته ليکم

هجر کباب کړی زه بی اوره يم، ځکه خو دا سيتا په شکل سکوره يم

ته يی وژلای دا د هيجراو و، ورکه صبا راسه زه کمزوره يم

هجرانه ګرزوه او ته راځه ، غمه ستا خو هر کله د زوره يم

څوک می اوښکی پاکی کړی چه مه ژاړه ، خلقو د عشق لاره کښی بی موده يم

ستا له غمه لاره سمه نه سم وړايی ، راسه عزيزی مدام شکوره يم .

دا ليک د اريانا د کلب مشر محمد عارف عرفان اوغړو يی هر يوه سرباز هجران قدرت الله ارمانی ، طارق الله همدرد ، نثار احمد احمدی ، ارمان الله امان ، ذکريا ذکی مامور ، خان محمد خاکسار ، عبدالغياث همراز ، سيدا ګل همکار ،غلام رسول ، زيړ ګل زړه سواندی ، سردار احمدی ، نجيب الله قلميار او فضل الله راليزی ، دوی د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته ليکی چه مونږ ټول د نهم او لسم ټولګی زده کوونکی يو او زمونږ د کلب د ملګرو په مشوره مو د کلب مشری د محمد عارف عرفان په غاړه واچوله . بيا زياتوی چه مونږ هر ماښام او د سهار خپرونه اوروو او ډير خوشحاله شولو چه د مونږ او اوريدونکی پروګرام وخت زيات شوی دی . په پای کښی د مطبوعاتو او د ليک د پاکټونو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ ، داريانا د کلب مشر محمد عارف عرفان او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وړاندی کوو .دا چه د خپل دکلب نوم يی اريانا ټاکلی ور ته مبارکی وايو او د کلب مشر محمد عارف عرفان صاحب دی هم زما مبارکی ومنی .مطبوعات او د ليک پاکټونه به حتما درواستوو ، خوشحاله اوسی .

رمز ، دا بل ليک هم د صوبه سرحد مانسهری نه غلام رسول چه د اريانا د کلب غړی دی او نوم يی په تير ليک کښی هم ليکل شوی و راليږلی دی . غلام رسول په خپل دغه جلا ليک کښی هم خپل هغه ملګری ليکی چه د ځينو نومونه مو دمخه واخيستل او پاتی يی په دی ليک ګل رسول ، جنت ګل ، بادام خان ، عنايت الله ګنْډونکی ، برهان الدين ګنډونکی او جان الدين ګنډونکی او ګنډونکی مولانا صاحب دی .ښاغلی علام رسول ليکی چه مونږ ستاسو پښتو خپرونه په ډيرشوق او

ذوق سره اوروو او هم د صديق شباب په غږ کښی د يوی سندری غوښتنه کړی ده .

چين چونګ ، محترم ورور، غلام رسول او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو. دا دی ستاسو ليک مو خپور کړ . هيله ده چه په راتلونکی کښی هم ليکونه راواستوی . د صديق شباب په غږ کښی هيڅ کومه سندره نه لرو ، خو تاسو د همدی خپرونی په پای کښی د وحيد قاسمی په غږ کښی يوی سندری اوريدو ته رابولو .

رمز ، دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد پيښور چارسيده روډ خزانی کمپ نه معشوق جان کامه وال او عاشق الله کامه وال راليږلی د سلامونو تر څنګ يی ليکلی د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په ډير شوق او ذوق سره اورو او په دی ليک کښی يی بيا د تيرکال د راډيويی سيالی په هکله خپله ګيله تکراره کړی ده .

چين چونګ ، معشوق جان کامه وال او عاشق الله ، کامه وال دی زمونږ سلامونه هم ومنی، ددوی د ګيلی په هکله مو څو څو ځله په تفصيل سره معلومات ورکړی دی او هغه مو په څو تيرو ځپرونو کښی خپاره کړی دی ،د بيا تکرار څخه يی بښنه غړاړو . هيله ده چه قناعت به مو حاصل شوی وی .

رمز ، چين چونګ جانی _ ته خو پوهيږی چه ددی خپرونی پخوانی پروديوسره سون می جوی اوس بيا هم له مونږ سره د مونږ او اوريدونکی د خپرونی په ترتيب او تنظيم کښی خپله همکاری پيل کړی ده او ښايی چه اوريدونکی د محترمی سون می جوی له نوم سره پوره اشنايی ولری .

چين چونګ _ رمز صاحب ددی دپاره چه زمونږ اوريدونکی د محترمی سون می جوی يو ځل بيا اشنايی پيدا کړی ، نو مونږ ور ته بلنه ورکړی ده چه پخپله ځان اوريدونکو ته ور وپيژنی .

ګرانو اوريدونکو ، زه سون می جوی يم ، نه پوهيږم چه تاسی زما نوم په ياد کښی لری که نه ؟ پخوا ما دوه واره د مونږ او اوريدونکی پروګرام په غاړه درلوده . سر د روان کال د سپټمبر د مياشتی نه ما بيا د دغه کار په تطبيق پيل کړی د ی . هيله ده چه تاسو زما د کار زيات ملاتړ وکړی او زمونږ د پروګرام په باره کښی يی ښه ښه نظريات او پيشنهادونه مونږ ته راواستوی ، څو چه زمونږ خپرونه نوره هم بهتره شی . که تاسی کومه غوښتنه ولری، نو لطفا يی مونږ ته ووايی ، مونږ به تر ممکنه حده پوری ستاسی غوښتنی رفع کړو . هيله ده چه د خپرونی په هکله مونږ ته زيات ليکونه راوليږی ، مونږ به د تل دپاره له تاسو سره قلمی رابطه وساتو ، ستاسو له همکارۍ څخه ډيره مننه کوو .