د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په دوولسمه نيټه د هند د امدادی مالونو څخه ډکه لومړی الوتکه پاکستان ته ورسيده او دا لومړی ځل دی چی د هند او پاکستان د جلا کېدو نه وروسته هند د يوې الوتکې په وسيله امدادی مالونه پاکستان ته ورلېږی.
د روانې مياشتې په لسمه نيټه د هند صدر اعظم منموهان سينګ په نوی ډيلی کی پرېکړه وکړه چی پاکستان ته د خيمو، پلاستيکی پارچو، خوراکونو او درملونو په شمول پنځه ويشت ټنه امدادی مالونه ورکړی.