<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-15 18:48:35    
مونږاو اوريدونکی

cri
د مونږ اواوريدونکو ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ،

زه عنايت الله رمز او زه چين چونګ بيا ستاسو په خدمت کښی يو او په دی هيله چه دروغتيا په جامو کښی پټ واوسی ، ستاسو ددی اوونی خپرونه پيل کوو .

دا ليک هم د ضلع مانسهری خاکی لومړی لمبر کمپ نه محمدعزيز حيدری ، عبدالکريم حقانی ، کوچنی محمد نعمان او کوچينی عشيق الله راليږلی اوداسی ليکی ، د هر څه دمخه خپل د زړه له کومی سلامونه او نيکی هيلی د چين

د بين المللی راډيو ټولو کارکوونکو ته وړاندی کوو . بيا په خپل ليک کښی زياتوی چه مونږ ډير خوشحاله شولو او مننه کوو چه زمونږ ليکونه مو نشر ته وسپارل . يوازی يوه ګيله لرو چه مونږ د فرهنکی موادو نه محرومه يو او بل دا چه دچين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی د ټولو کارکوونکو له عکسونو څخه محرومه يو . هيله لرو چه د فرهنکی موادو او عکسونو په راليږلو سره به مونږ ډير خوشحاله کړی .

زمونږ دغه اوريدونکی د خپل ليک سره مل يو معلوماتی مضمون هم رااستولی دی او غوښتنه يی کړی ده چه زما دغه مضمون ته د مقالو په سيالی کښی ځای ورکړی .

محترم محمد عزيز په هغی پوښتنپاڼی کښی چه مونږ ور ته استولی وه، په ځواب کښی ليکلی چه ټول پروګرامونه مو خوندور دی، خو کله نا کله ښه نه اوريدل کيږی او هم د پښتو ژبی د ځينو کليمو په تلفظ ښه نه پوهيږو ، هيله ده چه دغه نقص اصلاح شی ،

چين چونګ محترم اديب او د انش ور ورور محمد عزيز او ټولو ملګرو ته يی مونږ

هم ځولی ځولی سلامونه وړاندی کوو . ستاسو د انتقادونو او نيوکو نه ډيره مننه کوو

چه مونږ ته مو په ګوته کړی دی ، مونږ به هڅه وکړو چه خپل دغه نقص اصلاح کړو .

که څه هم زمونږ پښتو ويلو ته ډيرو اوريدونکو او ګرانو پښتو وروڼو په ښه سترګه کتلی او مونږ يی ډير ستايلی يو ، ځکه مونږ په ډير لږ وخت کښی د پښتو خوږه ژبه زده کړی ده او پرته له کوم پراکتيک او محاوری نه په دی بريالی شوی يو چه څه نا څه ګوډه او ما ته پښتو استعمال کړو ، خو بيا هم له تاسو نه مننه کوو چه مونږ مو خپل کمښت ته متوجه کړو .فرهنکی مواد او عکسونه به ستاسو په پته دروليږو .خوشحاله اوسی .

رمز ، او دا ليک نه بلکی هغه پوښتنپاڼه ده چه اوريدونکو ته مو ليږلی وه ، تر څو خپل نظر مونږ ته راواستوی چه دا دی په دغی پوښتنپاڼی کښی د صوبه سرحد مانسهری نه اول دين حقمل خپل نظر داسی ليکلی دی .

له سلام نه بعد پروګرامونه مو ډير خوندور دی، ډير په غور او شوق سره يی اوروو او د مونږ او اوريدونکی پروګرام مو ډير خوښ دی .

چين چونګ ، ښاغلی اول دين حقمل ته مونږ هم سلامونه وايو . مونږ به کوشش وکړو چه ستاسو په خوښه نور هم ښه پروګرامونه جوړ او خپاره کړو . خوشحاله اوسی

رمز ، دا ليک د هری پور شلم لمبر کمپ څخه محمد اغا اخلاص راليږلی او مونږ ته يی خپلی نيکی هيلی او ځولی ځولی سلامونه ليکلی دی او بيا په خپل ليک کښی زياتوی چه زه او زما ټول ملګری د چين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی ټول پروګرامونه اورو . په ځانګړی توګه د شنبی په شپه د مونږ او اوريدونکی خپرونه . همدا شان دی ليکی چه زه ډير خوښ يم چه د چين خلک پښتو ژبه وايی او

پښتو ژبی

ته خدمت کوی او غواړم چه په راتلونکی کښی ستاسو سره قلمی اړيکی ټينګی

کړم .

زمونږ دغه نوی اوريدونکی محمد اغا اخلاص د خپل ليک په پای کښی دا دری پوښتنی کړی دی .

لومړی پوښتنه يی دا ده چه دچين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په کوم کال پيل شوه . دوهمه پوښتنه يی ده چه ايا په چين کښی ميږيان او مچان شته که نه ؟ او دريمه پوښتنه يی دچينی ژبی لوست ځه ډول دی . ايا کوم ښوونکی هغه وړاندی کوی که بل څوک ؟

چين چونګ ، مونږ هم محترم محمد اغا اخلاص ته سلامونه وړاندی کوو . دا چه زمونږ د خپرونی او نورو ټولو پروګرامونو سره مينه لری ، خوشحاله شولو .هيله ده په دوامداره توګه خپل ليکونه راواستوی .

ستاسو د لومړی پوښتنی په ځواب کښی بايد ووايو چه دچين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په لومړی ځل د ١٩٧٣ کال د جولای په پنځلسمه نيټه پيل شوه او تر اوسه پوری دوام لری .

ددوهمی پوښتنی په ځواب کښی مو بايد ووايو چه د نړۍ په هر ګوټ کښی ميږيان او مچان شته .دلته په چين کښی هم پيدا کيږی، خو د خلکو د اوسيدو او ژوند له سيمو څخه د درملو او هم د چاپيريال د پاک ساتلو له کبله يی مخنيوی شوی دی يعنی په کورونو او ښارونو کښی نه ليدل کيږی . دا ځکه چه ميږيان او مچان د ناروغيو په خپريدو کښی مرسته کوی ، نو د عامه ژوند سيمی ور څخه پاکی ساتل

کيږ ی او د دريمی پوښتنی په ځواب کښی مو وايو چه دچينی ژبی لوست د کوم

ښوونکی له خوا نه وړاندی کيږی .

دچينی ژبی لوست چه تاسو يی د راډيو په څپو کښی اوری او هم يی د انترنيټ په پاڼه کښی لولی . دچين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی د چينی کارکوونکو له خوا چه په پښتو ژبه هم ښه پوهيږی ، ترتيب او وړاندی کيږی . هيله ده چه د خپلو پوښتنو ځواب مو تر لاسه کړی وی .

رمز ، او د نن خپرونی دا وروستی ليک د صوبه سرحد هريپور کمپ څخه زمونږ دايمی اوريدونکی هجرت الله فريادی راليږلی او د زړه له کومی سلامونه يی هم ليکلی دی . بيا زياتوی چه زه ستاسو دايمی اوريدونکی يم او غواړم چه په راتلونکی کښی هم خپلی قلمی اړيکی له تاسو سره ټينګی وساتم . دی وايی چه ما تاسو ته ډير خطونه واستول ، خو تاسو کوم ځواب را نه کړ او ډير مايوسه شوم ، خو له نيکه مرغه په يو تير پروګرام کښی می د خپل خط ځواب واوريد ، نو ډير خوشحاله شوم .زه هره وخت غواړم چه له تاسو سره قلمی اړيکی وساتم او هم يی په چين کښی دسيلاونو د راتلو له امله خواشينی څرګنده کړی ده . د ليک په پای کښی يی يو شعر هم ليکلی او بيا يی د مطبوعاتو او مجلو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ ، محترم ورور هجرت الله فريادی ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو. ستاسو ټول ليکونه مو په تيرو خپرونو کښی خپاره کړی دی ، ښايی چه په ټاکلی وخت مو د خپلو ليکونو ځوابونه نه وی اوريدلی . هيله ده چه خفګان مو ليری شوی وی .

مجلی او مطبوعات به درواستوو ، خوشعر مو د نشر وړ نه دی او له دی امله بښنه

غواړو ستاسو د نورو ليکونو په تمه .