د چين په شينجيانګ کښی د هوۍ د قوم يو داسی مسلمان سپين ږيری شته چه که څه هم عمر يی دوه اويا کلن دی ، خو د موټر په چلولو سره د تاکلاماغان د لويی صحرا په شاوخوا کښی يو دائروی حرکت کولای شی او يوازی د يوه لنډ پطلون په اغوښتلو سره د سانتی ګريد په منفی څليرويشتو درجو له سختې سړې هوا سره مقابله کولای شی٠ هغه ما ون خوی نوميږی٠ په نننی پروګرام کښی به تاسی د دی سپين ږيری په باب يو راپور واوری٠
ښاغلی ما ون خوۍ ډيره ښه روغتيا لری او يو ډير خوشحاله سړی دی، کله چه نااشنا خلک له ده سره مخامخ کيږی ، داسی فکر کوی چه د هغه عمر به د پنځوسو کالو وی٠ له متقاعد کيدو نه مخکښی هغه يو موټروان ؤ او د موټر د چلولو په برخه کښی ډير ښه مهارت لری٠ اوس لا هم کله کله د موټر د ځغلولو او د سړی هواء د زغملو په مسابقو کښی برخه اخلی٠ عجيب کار دا دی چه هغه د دوه اويا کلونو په عمر د تاکلاماغان د صحرا په شاوخوا کښی د موټر ځغلولو په سږنی مسابقه کښی ګډون درلود او په بری سره وروستنی هدف ته ورسيد٠ سپين ږيری ما ون خوۍ وويل چه په دی مسابقه کښی زما د ګډون مقصد د داسی واقعيت څرګندول دی چه سپين ږيری د ځوانانو په شان هم حياتی قوت لری، په هيجان رسوونکی مسابقه کښی برخه اخيستلای شی او د ټولنې دپاره خدمتونه ترسره کولای شی٠
د تاکلاماغان صحرا د چين تر ټولو لويه صحرا ده او ٌ د مرګ د سمندر ٌ لقب لری٠ د دی صحرا په شاوخوا کښی د يوې دائرې اوږدوالی څه دپاسه څلور زره کيلومتره دی٠ په دی دائره کښی د موټر ځغلول د زياتو موټر ځغلوونکو دپاره يوه قوی ازموينه ده او د سپين ږيری ما ون خوۍ دپاره لا سخت کار ګڼل کيږی ٠
سپين ږيری ما ون خوۍ له خپلو دوستانو او ملګرو سره ډيره پاملرنه کوی او ورسره زياتې مرستې کوی٠ د ده ملګری سو شنګ جی وويل چه که څه هم د ښاغلی ما ون خوی کورنۍ بيوزلی ده ، خو هغه له نورو ملګرو سره تاوده احمساسات لری، که څوک له مشکلاتو سره مخامخ شی ، هغه به هرومرو ورسره مرسته وکړی٠
که څه هم د تاکلاماغان د صحرا په شاوخوا کښی د موټر ځغلول يو سخت او مشکل سپورت و او سپين ږيری ما ون خوۍ په مسابقه کښی ښه لمبر نه و ترلاسه کړی، خو د مسابقی د تفريح په بهير کښی به يی د موزيکونو په غږولو يا د سندرو په ويلو سره نورو موټر ځغلوونکو ته خوشحالی رسوله او د ده خوشحاله طبعيت به خپل نور ملګری تشويقول٠
پرته د موټر له چلولو څخه سپين ږيری ما ون خوۍ يو ښه موزيک غږوونکی او سندره غاړی هم دی او د څه دپاسه لسو هيوادونو څه دپاسه سل ولسی موزيکونه غږولای شی او د چين په ملی ژبه او ويغوری، تاتاری او روسی ژبو سندرې ويلای شی٠ د ده پلار او مور په جلا جلا توګه د هوۍ او تاتار په قومونو پوری اړه لری، هغه د خپل پلار په شان شجاعت لری او د مور په شان هوښيار ښکاری٠ هرکله چه خپلوان سره راغونډيږی ، سپين ږيری ما ون خوۍ حتمأ پکښی برخه اخلی او سندرې وايی٠ نو د غونډې فضا يی له خوښۍ څخه ډکه وی ٠ سپين ږيری ما ون خوۍ وويل چه مختلف موزيکونه می ځان له مختلفو احساساتو سره مخامخولای شی٠ زه تل د موزيکونو په غږولو سره خپل ځوانتوب، عشق او دوستی رايادوم٠ کله چه موزيک اورم ، د غوښو او ډوډۍ خوړل هم نه غواړم ٠ زما په نظر، که په نړۍ کښی موزيک نه وای، دا نړۍ به تياره وه٠
ښايی چه خوشحاله سپين ږيری ما ون خوۍ هيڅکله له مشکلاتو څخه نه ويريږی٠ د روان کال په فبرورۍ کښی هغه د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د مرکز وروموچی د ښار په ولسی پارک کښی يوازی د بنيان او لنډ پطلون په اغوښتلو سره د منفی څليرويشتو درجو په سړه هوا کښی له يو شمير هغو ورزشکارانو سره چه د ژمی له سپورت سره مينه لری، له يخنی سره مقابله وکړه ، نيم ساعت وروسته نورو ورزشکارانو په وار سره کالی واغوښتل ، خو يوازی سپين ږيری ما ون خوۍ په سخته سړه هوا کښی څه دپاسه يو ساعت تير کړ ٠