<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-22 18:53:27    
مونږ او اوريدونکی

cri

د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو ، نن د شنبی ورځ ده او خوشحاله يو چه زه عنايت الله رمز او زه چين چونګ د ځولی ځولی سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو هيله ده چه جوړ او روغ واوسی او ددی خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره پاتی شی .

چين چونګ __ مونږ تل کوشش کوو چه د محترمو اوريدونکو ليکونه پخپل وخت خپاره کړو او غوښتنو ته يی مثبت ځواب ووايو . نو له دی امله د ګرانو اوريدونکوڅخه په درنښت سره هيله کوو چه د تل په شان ليکونه راواستوی او مونږ له خپلو مشورو او مرستی څخه برخمن کړی .

رمز __ چين چونګ جانی ، اوريدونکی به هرومرو مونږ ته ليکونه رااستوی او د نن خپرونی دا لومړی ليک د صوبه سرحد کوهاټ ګهمکول دريم نمبر کمپ څخه زمونږ دوست او دايمی اوريدونکی محمد اقبال بشر دوست اريوبی راليږلی دی ، د خپل ځان او د خپل د کلب دنورو غړو له خوا يی سلامونه ويلی دی .

محترم بشر دوست په خپله ليک کی زياتوی ، د افغانستان پارلمانی انتخابات د دغه هيواد په تاريخ کښی يوه ستره پيښه ده او د افغانستان ولس ددی واک تر لاسه کړ چه په خپله خوښه د خپل نظر وړ استازی وټاکی د دغو انتخاباتو په تر سره کولو سره په افغانستان کښی يوه نوی سياسی فضا را منخ ته شوی او دا به د نوی افغانستان په جوړولو کښی ستر رول ولوبوی . محترم محمد اقبال بشر دوست

اريوبی د ليک په پای کښی د مطبوعاتو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ ___ محترم محمد اقبال بشر دوست اريوبی او ټولو ملګرو ته يی

مونږ هم سلامونه وايو هيله ده چه د تل په شان ليکونه راواستوی . مطبوعات به هرومرو تاسو ته درواستوو .

رمز ___ دا ليک د پاکستان د هری پور شلم نمر کمپ څخه هجرت الله فريادی راليږلی ، د سلامونو نه وروسته ليکی . ستاسو ټول پروګرامونه اورم . خو زما ليکونه نه نشروی . نه پوهيږم چه تاسو ته رسيږی که نه ؟ خو بيا هم له ستاسو نه مننه کوم چه بيا هم زما ځينی ليکونه مو خپاره کړی دی . دچين د پښتو خپرونی په اوريدو سره زما زړه ډير خوشحاليږی او تل د خوښی احساس کوم .

ښاغلی هجرت الله فريادی د ليک په بله برخه کښی دچين د څارويو، د وګړو د شميرد زياتوالی د سببونو ، دچين د قومونو او رسم و رواجونو او دچين د خلکو د اصلی پيدايښت او نژاد په هکله پوښتنی ليکلی دی . او همدا شان يی د ليک په پای کښی څو تکراری لنډی هم ليکلی دی .

چين چونګ __ محترم ورور، هجرت الله فريادی ته مونږ هم سلامونه وايو . مونږ ستاسو له ښه او نيک نظر نه مننه کوو چه د پښتو خپرونی په هکله مو ليکلی دی .ستاسو ټول ليکونه مو په تيرو خپرونو کښی خپاره کړی دی او هيڅ کله داسی نه دی شوی چه د کوم اوريدونکی ليک مو بی ځوابه پری ايښی وی . تاسو کولای شی چه دخپلو ځينو پوښتنو ځوابونه زمونږ د انترنيټ په پاڼه کښی ولولی او .لنډی هم مونږ ته وليکی ، خوشحاله اوسی .

رمز ___ دا ليک هم د جلوزو کمپ د مهاجر بازار مجاهد بوک ستور نه

عبدالصبور ، عبدالشکور او نورو ملګرو يی راليږلی دی ، د سلامونو نه وروسته يی يوازی دومره ليکلی چه مونږ له تاسو څخه

ډيره مننه کوو چه پښتو ژبی ته خدمت کوی او د ليک په پای کښی يی دا لنډی ليکلی ، وطن د يار سره مزه کړه ،

چه يار د ی نه وی څه وطن څه بی وطنه

چين چونګ ___ محترم عبدالصبور عبدالشکور او نورو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . هيله ده چه نور ليکونه هم وليکی او مونږ ته يی راواستوی .

رمز __ بيا هم د جلوزو کمپ څخه محترم زاهدالله خان او امان الله خان په ګډه دا ليک راليږلی او د سلامونو نه وروسته يی دو بيته شعر هم ليکلی ، خو شعر يی او داملا اوا نثا له نظر سم نه دی ليکلی .

چين چونګ ___ محترم زاهد الله خان او امان الله خان دی زمونږ سلامونه هم ومنی ، هيله ده چه خپل ليکونه په واضح او څرګند ډول مونږ ته راواستوی ، تر څو يی په لوستلو کښی له ستونزو سره مخامخ نشو . ددوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز ___ دا ليک د پاکستان صوبه سرحد ضلع و تحصيل مانسهره دريم کمپ نه نثار احمد احمدی راليږلی ګيډی ګيډی سلامونه يی ليکلی او بيا زياتوی ،

زه د محمد عارف عرفان په لارښوونه دچين د بين المللی راډيو پښتو خپرونی سره اشنا شوم . اوس زه داريانا د کلب غړی يم او زما ملګری دی هر يوه محمد عارف عرفان ، قدرت الله ارمانی ، حسن خان قلميار ، فدا محمد هجران ، علی محمد خاکسار او سيد محمد وفا ، ښاغلی نثار احمد احمدی زياتوی ، زه او زما ټول ملګرو د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونه په شوق او ذوق سره اوروو . بايد

يادونه وکړم مونږ چه کوم ليکونه تر اوسه پوری کوم ليکونه تاسو ته استولی دی ، پاکټونه مو له محمد عارف عرفان څخه په پور اخيستی و .خو اوس د ليک پاکټونه

نه لرو . هيله لرو چه دليک پاکټونه مونږ ته راواستوی او خپل ليک په دی لنډی پای ته رسوی .

د سی _ ار _ ای پاکټ په طمعه

هره ورځ د ډاکخانی سلام کومه

چين چونګ ___ محترم ورور نثار احمد احمدی او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو ،دا چه زمونږ خپرونه په شوق او ذوق سره اوری ، ډير خوشحاله شولو، مونږ به کوشش وکړو چه مطبوعات او پاکټونه تاسو ته واستوو.

ګرانو اوريدونکو ، داکتوبر د اتمی نيټی په سهار په جنوبی اسيا کښی د ريکتور اوه اعشاريه شپږ درجه په سختوالی تباه کوونکی زلزله پيښه شوه او د دغی زلزلی ساحه په پاکستان ،افغانستان او هند پوری اړه درلوده ، د اټکل له مخی تر اوسه پوری په دغه زلزله کښی څلويښت زره خلک مړه او شپيته زره تنه ټپيان شوی دی ، دغی زلزلی د نوموړو هيوادونو خلکو ته د سر و مال سخت تاوانونه رسولی دی .دچين حکومت ددغه خبر داوريدو نه وروسته سمدلاسه د پنځوسو تنو څخه جوړ شوی بين المللی امدادی ټيم د پاکستان زلزله ځپلو سيمو ته ورليږلی او همدا راز يی پاکستان ته د شپږ مليونو دوه لکو امريکايی ډالرو په ارزښت عاجلی مرستی

برابری کړی دی .

محترمو اورسيدونکو ، مونږ ستاسو د برخليک او ژوند سره ډيره همدردی لرو او په دغه زلزله کښی مړه شويو کسانو ته خپله خواشينی او ماتم څرګندوو او د مړه شويو کسانو دکورنيو غړو ته خپله ډاډګيرنه څرګندوو . هيله ده چه د دغی

تباه کوونکی زلزلی د مصيبتونو څخه وژغورل شی ، دخپل اجدادی کور په بيا

رغاونی او نوی ژوند پيل وکړی . مونږ يو ځل بيا ستاسو دروغتيا او ښه ژوند هيله کوو .