قدرمنو اورېدونکو:
د سلامونو په وړاندی کولو سره نن مو بيا ستاسو د خوښی او خوشحالی په خاطر يوه سندره غوره کړيده. زمونږ د نن شپی غوره کړی سندره د تکړه او نامتو سندرغاړی وحيد قاسمی په غږ کی ده.
وحيد قاسمی په يوی هنرمندی کورنی کی زيږدلی دی او د سندرو ويلو هنر يی هم د خپلی کورنی څخه په ميراث اخيستی دی.
وحيد قاسمی نه يوازی په پښتو او دری ژبه سندری وايی بلکی د موسيقی الو په غږولو کی هم لوی لاس لری او د سندرو او غږ مينه وال يی هم ډېر دی.