د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د پاکستان داخله وزير افتاب شيرپاو د اکتوبر په ٢٦ نيټه وويل چه د زلزلی په اثر د پاکستان د قربانيانو او ټپيانو شمير په جلا جلا توګه څلور پنځوسو زرو او اوه اويا زرو تنو ته رسيدلی دی .
نوموړی دا څرګنده کړه چه پاکستان اوس په پوره قوت سره په دی هڅه کی دی چه د ژمی د رارسيدو نه مخکی زلزلې ځپلو خلکو ته لازمې مرستی ورکړی .
نوموړی وزير له هغو زلزله ځپلو اوسيدونکو نه چه په سړو غرنيو سيمو کی ژوند کوی ، وغوښتل چه له غرونو څخه ووځی .