<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-27 17:15:38    
د تبت د يوې پخوانی ښځينه غلامې افسانوی عمر

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين د تبت د خودمختارې سيمې د نای دونګ د ولسوالۍ په يوه عادی اوستوګنځی کښی يوه سپين سری اوسيږی چه څژينګلام نوميږی او نهه اويا کلنه ده٠ هر سهار سپين سری له پاڅيدو نه وروسته خپل کور پاکوی، ګلانو ته اوبه ورکوی او سپی ته خواړه ورکوی٠ که څه هم هغه ډير زيات عمر لری، خو روغتيا يی ډيره ښه ده او د کورنيو کارونو کولو په بهير کښی د سندرو ويلو عادت لری٠

سپين سری څژينګلام څه دپاسه څلويښت کاله دمخه د پخوانی تبت د څه نا څه يو مليونو کليوالی غلامانو يوه داسی ښځينه غلامه وه چه د پلار او مور پته يی هم معلومه نده ٠ خو دغې پخوانی غلامې په نوی تبت کښی د ولسی کانګرس د دائمی کميټې د مرستيال درنه دنده په غاړه واخيستله ٠

په ١٩٢٦ کال کښی څژينګلام د تبت د لونګځی په ولسوالۍ کښی د غواګانو په يوه غوجل کښی وزيږيدله٠ څرنګه چه د دې پلار او مور دواړه کليوالی غلامان وو، نو هغه له زيږيدنې څخه وروسته طبعأ يوه کوچنی غلامه وګرځيدله او اساسی ازادی يی نه درلودله٠ هره ورځ به مور يی په شا د هغې په وړلو سره سخت کار کاوه او شپه به د دې کورنۍ دريواړه غړی د غواګانو په غوجل کښی اوسيدل٠ څرنګه چه د فارم خاوند دوی ته ډيرې لږې غلې دانې ورکولې، نو دوی تل د لوږې په حال کښی لاس او پښی وهلې او د ناوړی تغذيې له امله څژينګلام لکه وچ لرګی ډيره دنګره وه ٠ کله چه څژينګلام شپږ کلنه شوه، د فارم خاوند په زور سره په کمې بيې هغه د ٌ لانګ شنګ ٌ په توګه واخيستله٠ ٌ لانګ شنګ ٌ په تبتی ژبه کښی د هغه ژوی معنی لری چه خبری کولای شی٠ نو له هغه وخت څخه به يی هره ورځ د غلامانو د خاوند د کور انګر پاکاوه ، په غره کښی به يی د سون د موادو په توګه لرګی پريکول او د خاوند دپاره به يی زوی ساته ٠ که چيری به يی لږه غلطی کوله ، نو له سختو وهنو سره به مخامخيدله٠ کله چه څژينګلام دوولس کلنه شوه ، د غلامانو د خاوند لخوا له خپل پلار او مور څخه جلا شوه٠

هرکله چه څژينګلام دا بدمرغه حال يادوی، د دې له سترګو څخه اوښکې تويئږی٠ هغې وويل چه ما له دوولسو کلونو نه وروسته خپل پلار او مور و نه ليدل ، هره ورځ به می د غلامانو د خاوند په فارم کښی غواګانې پوولې، شپه به می لوشل کاوه او د وړيو تارونه به می اودل چه د ژوی په شان به می تر نيمې شپې پوری کارونه کول ، خو يوازی به می ډير لږ خوراکونه خوړل او کله کله به له سختو وهلو سره مخامخيدم ٠

په ١٩٥٩ کال کښی د چين مرکزی حکومت په تبت کښی ديموکراتيک اصلاحات ترسره کړل او په نتيجه کښی د غلامۍ نظام په پوره توګه له منځه ولاړ٠ ولسی حکومت دری ديرش کلنې څژينګلام ته دری پسونه ، يوه شيدی ورکوونکی غوا او نيم هکتاره مځکه ورکړه ٠ دا لومړی ځل و چه څژينګلام خپل څاروی او مځکه ترلاسه کړل٠ وروسته له هغه وخت څخه هغه په پوره توګه له غلامې څخه ازاده شوه٠

څژينګلام د نوی ژوند له ترلاسه کولو نه وروسته له نورو پخوانيو غلامانو سره يو ځای د نوی تبت د کليو د ابادولو دپاره زيات کوششونه وکړل او ستر موفقيتونه يی ترلاسه کړل٠ نو له دی امله د شلمې پيړۍ په شپږمه لسيزه کښی هغه د يوې مترقی بزګرې په حيث د خپل هيواد مرکز بيجينګ ته راغله او د چين پخوانی رئيس ماو تسی دونګ او نورو مشرانو له هغې سره کتنه وکړه ٠

د شلمې پيړۍ په اوومه او اتمه لسيزه کښی د چين د مسلسلو دوو دورو د ملی ولسی کانګرس د نمايندې په حيث انتخابه شوه او د تبت د خودمختارې سيمې د ولسی کانګرس د دائمی کميټې د مرستيال دنده يی په غاړه واخيستله٠ په هغه وخت کښی که څه هم هغه د وزير د مرستيال په درجه يوه عالی رتبه ماموره وه، خو د يوې نرم طبيعته ښځې په حيث به يی له خلکو سره ډير مينه درلودله او د عادی زحمتکښانو عادت به يی ساته٠ په ١٩٨٣ کال کښی څژينګلام چه اووه پنځوس کلنه وه ، تقاعده شوه ، خو تر اوسه پوری هغه لا هم تر وسی پوری د خلکو د پاره خدمتونه ترسره کوی٠

په چين کښی يوه سندره شته چه عنوان يی دی ٌ که کمونست ګوند نه وای، نوی چين به نه ویٌ ٠ څژينګلام او د تبت زيات سپين ږيری او سپين سری د دې سيندرې له ويلو سره ډير شوق لری٠ څژينګلام وويل چه د چين کمونست ګوند د غلامی له غمونو او بدمرغه ژوند څخه زه ژغورلی يم او ما ته يی نيکمرغه ژوند بښلی دی٠ نو زه أرزو لرم چه په خپل پاتی شوی عمر کښی د ټولنې او خلکو دپاره نور زيات خدمتونه ترسره کړم٠