<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-29 17:47:26    
مونږ او اوريدونکو

cri
د مونږ او اوريدونکو د خپرونی ګرانو اوريدونکو، دا ليک هم د جلوزو کمپ د مهاجر بازار مجاهد بوک ستور نه عبدالصبور ، عبدالشکور او نورو ملګرو يی راليږلی دی ، د سلامونو نه وروسته يی يوازی دومره ليکلی چه مونږ له تاسو څخه ډيره مننه کوو چه پښتو ژبی ته خدمت کوی او د ليک په پای کښی يی دا لنډی ليکلی ، وطن د يار سره مزه کړه ،

چه يار د ی نه وی څه وطن څه بی وطنه

محترم عبدالصبور عبدالشکور او نورو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . هيله ده چه نور ليکونه هم وليکی او مونږ ته يی راواستوی .

بيا هم د جلوزو کمپ څخه محترم زاهدالله خان او امان الله خان په ګډه دا ليک راليږلی او د سلامونو نه وروسته يی دو بيته شعر هم ليکلی ، خو شعر يی او داملا اوا نثا له نظر سم نه دی ليکلی .

محترم زاهد الله خان او امان الله خان دی زمونږ سلامونه هم ومنی ، هيله ده چه خپل ليکونه په واضح او څرګند ډول مونږ ته راواستوی ، تر څو يی په لوستلو کښی له ستونزو سره مخامخ نشو . ددوی د نورو ليکونو په تمه .

دا ليک د پاکستان د هريپور شلم نمبر کمپ نه زمونږ دايمی اوريدونکی او د باختر کلب مشر سيد الرحمن بهير راليږلی ، ځولی ځولی سلامونه يی ليکلی او دچين دولسی جمهوريت د جوړيدو د کاليزی د جشن له امله يی مبارکی ويلی ده . د ليک په پای کښی زياتوی چه زه له تاسو څخه ډير ګيله من يم، ځکه په تيرو څلورو مياشتو کښی مو ما ته مطبوعات نه دی راليږلی ، ددی علت څه دی ؟

محترم سيد الرحمن بهير ته مونږ هم سلامونه وايو . دچين د ولسی جمهوريت د جوړيدو د کاليزی له امله د مبارکی ويلو څخه مو مننه کوو او دا چه مطبوعات تاسو ته نه دی رسيدلی ، لږ څه دغه کار له ځنډ سره مخامخ شوی و ، خو اوس مو ستاسو په پته استولی د ی .هيله د ه چه تر لاسه کړی مو وی .

دا ليک هم د مانسهری څخه د اريانا د کلب غړی قدرت الله ارمانی چه د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی دی او اوس په پاکستان کښی مهاجر دی راليږلی ، ښاغلی قدرت الله ارمانی ليکلی چه ګرانو او محترمو کارکوونکو. زما د زړه له کومی ګلونه ګلونه سلامونه او نيکی هيلی ومنی . بيا ليکی چه زما ملګری دی ، محمد عارف عرفان ، لطيفه الله وفا ،عبدالصبور صابری ، عبدالمالک تقوا ، عبدالمنان حيدری او نثار احمد احمدی بايد يادونه وکړم چه د اريانا د کلب غړی پخپلو جلا جلا ليکونو کښی هرومرود خپل د کلب مشر محمد عارف عرفان نوم حتما ليکی ، نو مونږ ددی دپاره چه زمونږ دغه اوريدونکی خفه نشی، د محمد عارف عرفان نوم په تکرار سره نشروو او د ليک په پای کښی يی د مجلو، مطبوعاتو او پاکټونو غوښتنه کړی ده او د ليک پای بيا هم په دغی لنډی ښکلی کوی او وايی ستاسو د پاکټونو په طمعه ،

هره ورځ د ډاکخانی سلام کومه ،

بايد زياته کړم چه دغه لنډی يی په تير ليک کښی هم خپره شوه ،

محترم ورور قدرت ارمانی صاحب زمونږ ځولی ځولی سلامونه هم ومنی، مونږ په تيرو اونيو کښی مطبوعات او پاکټونه تاسو ته استولی هيله ده چه تر لاسه کړی به مو وی، ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

ګرانو اوريدونکو ، داکتوبر د اتمی نيټی په سهار په جنوبی اسيا کښی د

ريکتور اوه اعشاريه شپږ درجه په سختوالی تباه کوونکی زلزله پيښه شوه او د دغی زلزلی ساحه په پاکستان ،افغانستان او هند پوری اړه درلوده ، د اټکل له مخی په دغه زلزله کښی دری پنځوس زره خلک مړه او شپيته زره تنه ټپيان شوی دی ، دغی زلزلی د نوموړو هيوادونو خلکو ته د سر و مال سخت تاوانونه رسولی

دی .د چين حکومت د دغه خبر داوريدو نه وروسته سمدلاسه د پنځوسو تنو څخه جوړ شوی بين المللی امدادی ټيم د پاکستان زلزله ځپلو سيمو ته ورليږلی او همدا راز يی پاکستان ته د شپږ مليونو دوه لکو امريکايی ډالرو په ارزښت عاجلی مرستی برابری کړی دی .

محترمو اوريدونکو ، مونږ ستاسو د برخليک او ژوند سره ډيره همدردی لرو او

په دغه زلزله کښی مړه شويو کسانو ته خپله خواشينی او ماتم څرګندوو او د مړه شويو کسانو دکورنيو غړو ته خپله ډاډګيرنه څرګندوو . هيله ده چه د دغی

تباه کوونکی زلزلی د مصيبتونو څخه وژغورل شی ، دخپل اجدادی کور په بيا

رغاونی او نوی ژوند پيل وکړی . مونږ يو ځل بيا ستاسو دروغتيا او ښه ژوند هيله کوو .

ګرانو اوريدنکو ، اوس به تاسو يو وار بيا د چين د قيمتی ټاپو _ تايوان په اړه د معلوماتی مسابقه په باب دوهم مضمون واوری او عنوان يی دی چه دچين دحکومت اساسی پاليسۍ او تر سره شوی هلی ځلی .