د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هند خارجه وزير ناتور سينګ د نومبر په لومړی نيټه وويل چه له کشمير څخه د عسکرو ايستل د يواړخيزی ارزو په اتکا نشی تر سره کېدای. د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د اکتوبر په يودېشمه نيټه دا پيشنهاد وړاندی کړ چه پاکستان او هند په يو وخت کی له کشميرڅخه خپل فوځونه وباسی تر څو دواړه هېوادونه وکولی شی چه په زلزلې ځپلو سيمو کی د امدادی کارونو د تر سره کولو لپاره د کشمير د کنترول له کرښی څخه تېر شی. نتوار سينګ د مشرف د نوموړی وينا په نسبت جدی غبرګون څرګند کړ او ويی ويل چه بايد د مشرف د نوموړی وينا په باب دقيقی څېړنی وشی. د هند صدراعظم منموهن سينګ په همدې ورځ د نوموړی وينا په نسبت هېڅ ډول غبرګون و نه ښود.
|