<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-03 20:05:05    
د چين د اسلامی ټولنې مرستيال د افغانستان او پاکستان مسلمانو وروڼو ته د کوچنی اختر مبارکی وويله

cri

د مسلمانانو د کوچنی اختر د رارسيدو په وخت کښی د چين د بين المللی راډيو د پښتو څانګې خبريال د چين د اسلامی ټولنې له مرستيال حاجی شمس الدين محمود سره مرکه وکړه ٠ شمس الدين محمود په مرکه کښی د افغانستان او پاکستان له خلکو سره د چينی مسلمانانو او ټولو خلکو ټينګه دوستی وستايله ٠

هغه وويل چه د ټولی نړۍ د مسلمانانو د کوچنی اختر د رارسيدو په نيکمرغه ورځ کی زه د چين د اسلامی ټولنې او ټولو چينی مسلمانانو په نماينده ګۍ د افغانستان او پاکستان مسلمانو وروڼو ته توده مبارکی او صميمی سلامونه وايم٠

هغه وويل چه په چين کښی د لسو قومونو څه دپاسه شل مليونه تنه خلک د اسلام پر مبارک دين باندی عقيده لری او د چين د حکومت د قومی او مذهبی پاليسۍ په رڼا کښی مساوی سياسی ژوند او ازاد مذهبی ژوند تيروی او په فعاله توګه د خپل هيواد د عصری ابادۍ په چارو کښی برخه اخلی٠

حاجی شمس الدين محمود چه اته شپيته کلن دی او له ويغوری قوم څخه دی ، پخوا د چين د مرکزی قومی پوهنتون پروفيسر ؤ ٠ له اوږدې مودې راهيسی هغه تل د اسلام پر مبارک دين او د منځنی أسيا پر تاريخ او کلتور باندی څيړنې کوی او په دی برخه کښی لوی لاس لری ٠

پروفيسر شمس الدين محمود د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د يوه مسلمان په حيث د افغانستان او پاکستان له خلکو سره ژور احساسات لری٠ هغه په ويغوری ژبه وويل چه چين ، افغانستان او پاکستان دريواړه دوست او ګاونډی هيوادونه دی ، له اوږدې مودې راهيسی په روغه کښی ګډ ژوند کوی او ټينکه دوستی يی قايمه کړيده ، په تيره بيا د دريواړو هيوادونو د مسلمانانو ترمنځ دوستانه تګ راتګ لرغونی تاريخ لری٠ د چين مسلمانان او ټول خلک د افغانستان او پاکستان له خلکو سره خپلې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوری٠

د چين د اسلامی ټولنې د مرستيال په حيث حاجی شمس الدين محمود د چين او افغاستان د مسلمانانو ترمنځ د عنعنوی دوستۍ د يادولو په وخت کښی وويل : چه په ١٩٥٦ کال کښی يعنی د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی روابطو د ټينګيدو په دوهم کال کښی د چين د اسلامی ټولنې د وخت د رئيس برهانالاشهيدی په مشرۍ د حاجيانو هئيت مکی معظمې ته له حج کولو نه وروسته افغانستان ته مسافرت وکړ٠ د روان کال په جون کښی د چين اسلامی ټولنې په بيجينګ کښی د افغانستان د مذهبی هئيت هرکلی وکړ٠ له پنځوسو کالو راهيسی د چين مسلمانان تل د افغانستان له خلکو سره ژوراحساسات لری او له خارجی تيری کوونکو سره د افغانستان د خلکو له عادلانه مبارزو او د خپل هيواد د بيا أبادۍ دپاره د دوی له کوششونو څخه ملاتړ کوی ٠ هغه وويل چه مونږ په خوښۍ سره وينو چه لږه موده دمخه په افغانستان کښی د پارلمان انتخابات په سالم ډول وشول، دا به هرومرو د افغانستان د سولې او ثبات پر ساتلو او د هغه هيواد د بيا أبادۍ پر پرمخبيولو باندی ژوره او ليری اغيزه وکړی٠ مونږ د زړه له کومی هيله لرو چه د افغانستان خلک د جمهوررئيس حامد کرزی په مشرۍ د افغانستان د حکومت تر لارښوونې لاندی د خپل هيواد د ابادۍ په چارو کښی په پرله پسی توګه نوی موفقيتونه ترلاسه کړی٠

پروفيسر شمس الدين محمود د چين او پاکستان د خلکو د دوستۍ د يادولو په وخت کښی وويل چه د چين او پاکستان ترمنځ سياسی روابط د هيوادونو د روابطو يوه نمونه ګڼل کيږی او د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ دوستی د نړۍ د اوضاعو د بدلون له ازموينې څخه بريالی وتلی ده ٠ لږه موده دمخه د پاکستان په شمال کښی سخته زلزله پيښه شوه او د خلکو سر او مالونو ته سخت تاوانونه ورسيدل٠ نو په دې مناسبت د چين مسلمانان او ټول خلک خپلې خواشينی څرګندوی او د زلزله ځپلو سيمو او خلکو سره يی تر وسی پوری مرستې کړيدی٠ د کوچنی اختر د رارسيدو په موقع کښی مونږ د زړله کومی هيله لرو چه د پاکستان خلک د جمهوررئيس پرويز مشرف او د خپل هيواد د حکومت تر لارښوونې لاندی د زلزلې له امله رامنځ ته شوی مشکلات ليری کړی او ژر تر ژره د زلزله ځپلو سيمو د بيا أبادۍ چاره ترسره کړی٠ پاک خدای به هرومرو د پاکستان زلزله ځپلو خلکو ته نيکمرغی وروبخښی٠