<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-05 16:41:17    
مونږ او اوريدونکی

cri
ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ،

زه عنايت الله رمز او زه چين چونګ يو ځل بيا حاضر شوی يو او ددی اونۍ د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو . هيله ده چه دروغتيا په جامو پټ واوسی او نننی خپرونه په خوښۍ او خوشحالۍ سره واوري .

چين چونګ __ مخکښی له دی نه چه داوريدونکو ليکونه راواخلو، د ټولو محترمو اوريدونکو څخه هيله کوو چه د تل په شان ليکونه راواستوی او پخپلو ښو نظريو ، جوړونکو، وړانديزونو او نورو مطالبو سره د مونږ او اوريدونکی د خپرونی په رنګينی کښی برخه واخلی .

رمز ___ چين چونګ جانی اوريدونکی خو به هرومرو ليکونه رااستوی او د نن خپرونی دا لومړی ليک داريانا دکلب غړی امان الله امان راليږلی او خپل ليک داسی پيل کوی .

زه امان الله امان د افغانستان د بغلان اوسيدونکی يم،دچين د بين المللی راډيو د پښتو څانګی ټولو کارکوونکو ته سلامونه او احترامات وړاندی کوم . اوس زه د پاکستان صوبه سرحد مانسهری د حاجی اباد په کمپ کښی د مهاجرت شپی او ورځی تيروم .

زمونږ دغه ورور بيا په خپل ليک کښی داسی زياتوی چه زه له تاسو څخه ډير

ګيله من يم ، ځکه چه اوه يا اته ليکونه می درواستول او په هغو کښی می څو څو ځله له تاسو څخه غوښتنه وکړه چه د ليک پاکټونه نه لرم او پخوا می د محمد عارف عرفان څخه اخيستل ،خو د هغه پاکټونه هم خلاص شوی او نورو ته مو

پاکټونه استولی او ما ته مو نه دی استولی ـ. بيا وايی چه ايا زه ستاسو اوريدونکی نه يم او يا دا چه کومه غلطی را څخه شوی ده .

محترم امان الله امان خپلو خبرو ته دوام ورکوی او ليکی دا زما اخری ليک دی ،ځکه چه زه ستاسو اوريدونکی نه شميرل کيږم او ما ته د يوه اوريدونکی په سترګه نه ګوری ،که زما دا ګيله مو پر ځای کړه ، نو زه به ستاسو هميشنی اوريدنکی يم او که په ځای مو نه کړه ،نو د خدای په امان دا زما وروستی ليک دی .دليک په پای کسی بيا دا بيت ليکی ،

ته چه ما ته وايی چه په چا باندی شيدايی

زه په تا شيدا يم وايه ته چه يار د چا يی .

چين چونګ ___ محترم امان الله امان ورور ته مونږ هم سلامونه وايو .مونږ ستاسو کيله په سترګو منو ښايی چه په تيره يوه لږه موده کښی مونږ په دی نه يو توانيدلی چه تاسو ته پاکټونه درواستوو ، خو اوس مو ستاسو په پته پاکټونه و مجله استولی ده هيله ده چه تر لاسه يی کړی .دا چه تاسو ګيله کړی ده چه ما د خپلو اوريدونکو په ډله کښی نه شميری ، بايد ووايو چه داسی نه ده ،مونږ ته ټول اوريدونکی نژدی دی او ور ته د قدر په سترګه ګورو تاسو هم زمونږ د نورو اوريدونکو په شان زمونږ په زړونو کښی ځای لری . د ليکونو د ځواب او يا د پاکټونو د استولو په کار کښی ځنډ ددی معنی نه لری چه مونږ تاسو هير کړی ياست . هيله ده چه بيا هم مونږ ته ليکونه راواستوی او خپلی قلمی اړيکی د تل په شان ټينګی وساتی .خوشحاله اوسی .

رمز___ دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری نه د اريانا د کلب مشر محمد عارف عرفان راليږلی او خپل ليک په دی يوه بيت شعر پيل کوی .

توری زلفی سپين رخسار ور څخه غواړم

ځکه خدای ته لاس په شام او سحر نيسم .

بايد ووايم چه عرفان صاحب دخپل دغه يوه بيت شعر په سر کښی د سبری زلفی ليکلی و زه پوه نه شوم چه دا کليمه سبری ده ، سپری يا سری ده ،خو د زلفو سره معمولا د تور کلمه ښه ده يعنی دعرفان صاحب په نا څرګندی کلمی د نه پوهيدلو په ځای مو د توری زلفی کليمه وويله . هيله ده چه خواشينی نشی او ښه به دا وی چه

په څرګند ډول يی وليکی .

عرفان صاحب بيا زياتوی چه سلامونه او احترامونه په شان د لويو غرونو په شان د چين د بين المللی راډيو پښتو خپرونی کارکوونکو محصوصا_ عنايت الله رمزصاحب او چين چونګ خور ته وړاندی کوم ،.بيا ليکی چه زما ملګری دی ، قاری محراب الدين پريشان ، خان محمد حاکسار ، عبدالغياث همراز، سردار خان احمدی او امان الله امان .

دغه شان عرفان صاحب ليکلی چه د مضمونونو په سيالی مو ما ته رااستول شوی جايزه راورسيده .خو په څو تيرو ليکونو کښی می غوښتنه کړی وه چه دچين د يوه نوميالی ورزشکار چه نوم يی بروسلی دی او د زوی نوم يی برانډلی دی .وی . سی . دی ما ته راواستوی ، خو تاسو هغه را ته ونه ليزله .هيله کوم چه ژر يی ما ته واستوی .

چين چونګ ___محترم محمد عارف عرفان او د کلب ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . خو بايد ووايو چه د بروسلی او برانډی په نومونو کوم چينايی ورزشکار نشته او تا سو خو پوهيږی چه د چينايانو داسی نومونه نه وی . ښايی تاسو

د بل هيواد ورزشکار بروسلی نومولی وی ، ځکه د بروسلی په نوم يو فلمی ستوری دی چه تاسو يی وی . سی . دی ليدلی ده . مونږ و نه پوهيدو چه د کوم ورزشکار نوم تاسو پخپل ليک کښی ياد کړی دی .مونږ داسی وی .سی . دی نه لرو ، که چيری مو لاس ته راوړه ، نو هرومرو به يی واستوو .پرته له دی نه زمونږ عذر ومنی . برياليتوب مو غواړو .

ګرانو اوريدونکو، اوس به تاسو يو وار بيا د چين د قيمتی ټاپو _ تايوان په اړه د معلوماتی مسابقی په باب دريم مضمون واوری چه عنوان يی دی, د چين حکومت د ابنا د دواړو غاړو تر منخ د اقتصادی او تجارتی اړيکو د نژدی کولو دپاره فعال او مثبت ګامونه اخيستی دی .