د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د نوامبر په شپږمه نيټه د چين د دولتی شورا لخوا په جوړه شوی غونډه کی د مرغانو د انفلونزا د سرايت حالات وڅيړل شول او ددی ساری ناروغۍ د وقايی او کنترول په هکله يو ځل بيا ترتيبات ونيول شول .
د چين د صدراعظم مرستيال خوی ليانګ يو په غونډه کی په دی ټينګار وکړ چه مختلفی سيمی او څانګی بايد قطعی تدبيرونه ونيسی ترڅو د نوموړی ساری ناروغۍ د سرايت مخه ونيول شی .