د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی: په دی نژديو ورځو کی د چين حکومت د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د هر اړخيزی وقايی او کنترول لپاره واحد تدبيرونه غوره کړی او د بيلا بيلو درجو څانګو او حکومتونو هم د دی ساری ناروغی د خپريدو د مخنيوی دپاره ډير کارونه کړی دی٠
خبريال د نوامبر په ٧ نيټه د چين د صنعتی او تجارتی اداری څخه خبر اخيستی چی په دی موده کی د مرغانو د بازارونو د نظارت د پياوړتيا دپاره نوموړی اداری د بازار د نظارت او اداری په بيړنی تدبيرونو پيل وکړ٠
د چين په داخلی مغولستان کی د ٢١ ورځنی معاينی نه وروسته د دی ناروغی نوی سرچينه او اخته شوی ناروغ نه دی پيدا شوی ، نو د نوامبر په ٦ نيټه د دی سيمی بنديز لغوه شوی دی٠ د چين دولتی شورا په همدی ورځ هم د يوی غونډی په جوړولو سره د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د وقايی او کنترول لپاره نور لازم تدبيرونه وټاکل٠