د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د هند داخله وزارت د نوامبر په نهمه نيټه اعلان وکړ چه شپږويشت تنه پاکستانی بنديان به د نوامبر په اتلسمه نيټه د هند او پاکستان ترمنځ د واګه دپلټنې په سرحدی مرکز کی خوشی کړی شی .
نوموړی بنديان ټول د پاکستان عامه خلک دی .
د هند او پاکستان ترمنځ د سوله ايز بهير د يوی برخی په توګه دواړو خواؤ د هغی موافقتنامی سره سم چه د تير اګيسټ په مياشت کی د هند او پاکستان لخوا په نوی ديلی کی لاسليکه شوه ، دا منلی ده چه د هغو عامه خلکو او کب نيونکو د هويتونو د پيژندل کيدو او دهغوی د قضيو د اعلان کيدو نه وروسته په فوری توګه خوشی او ازاد کړی شی کوم چه په زندانونو کی يی دری مياشتی تيری کړی دی .
د سپټمبر په دولسمه نيټه هند په نوموړی مرکز کی اوه نوی تنه پاکستانی بنديان او يو پنځوس تنه پاکستانی کب نيونکی خوشی کړی اوپاکستان په همدی ورځ د هند دری سوه يو اويا کب نيونکی او څلور شپيته تنه ملکی اوسيدونکی هم ازاد کړی ؤ .