د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، په نهمه نيټه په ژنيو کی دکورنی مرغانو او نورو الوتونکو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول په باب نړيواله غونډه کی يو عملياتی پلان تصويب شو .
په نوموړی پلان کی چه د تطبيق موده به يی دری کاله وی ، دکورنی مرغانو او نورو الوتونکو په منځ کی د نوموړی ساری ناروغۍ د سرايت د کنترول او انسانانو ته د دغه ساری ناروغۍ د احتمالی خپريدو په شمول دوی برخی شاملی دی .
د روغتيا د نړيوال سازمان عمومی مدير لی جونګ ووک وويل ، د نوموړی پلان د تحقق لپاره تقريبأ يو ملياد امريکايی ډالره په کاردی او ددغو پيسو د راجمع کولو په غرض به د راتلونکی کال د جنوری له ١٧ نه تر ١٨ نيټې پوری په بيجينګ کی يوه ځانګړی نړيواله غونډه جوړه شی .