<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-10 18:11:04    
جيا څوه د تبت د کلتوری ميراثونو د ژغورلو دپاره کوششونه کوی

cri

ښاغلی جيا څوه د چين د تبت د شان نان د سيمې په اړه د قومی کلتوری ميراثونو د ژغورلو د دفتر رئيس دی ، له اوږدې مودې راهيسی د تبتی قوم کلتوری ميراثونو ته د نجات ورکولودپاره کوششونه کوی او دی ته چمتو دی چه ٌ د نړۍ د غيرمادی کلتوری ميراثونو ٌ په ليست کښی د تبت محلی اوپرا يعنی تبتی اوپرا د شامليدو په باب غوښتن ليک د ملګرو ملتو د يونسکو سازمان ته وړاندی کړی٠

دا موزيک چه تاسی يی اوری ، د تبتی اوپرا يوه پارچه ده٠ تبتی اوپرا د تبتی قوم د خلکو د اوسيدو په سيمو کښی ډير شهرت لری او يو ډول داسی هنر دی چه د فولکلوری سندرو او نڅاوو په وسيله د کيسې محتويات منعکسوی، دا اوپرا لږ تر لږه څه دپاسه يو زرو دری سوه کلن تاريخ لری٠ ښاغلی جيا څوه چه پنځه پنځوس کلن دی، پخوا د تبتی اوپرا سندره غاړی و چه د سپين ږيری رول يی لوباوه ، له ١٩٨٥ کال نه مخکښی هغه د تبت د شان نان د سيمې د ولسی هنری ماڼۍ يو هنرمند و ٠

څرنګه چه جيا څوه د ځوانۍ په وخت کښی د تبتی اوپرا نمايش کاوه، نو تل له دی لرغونی اوپرا سره ډيره مينه لری٠ خو اوس تبتی اوپرا د چين د زياتو لرغونو اوپراګانو او ډرامو په شان له داسی ستونزو سره مخامخه ده چه نندارچيان يی ګام په ګام کميږی ، وتلی هنرمندان يی لږ دی او زياتې لازمی پانګې نشی ترلاسه کولای٠ دغه راز د تبت د بيلا بيلو قومونو فولکلوری کلتوری ميراثونه په اوسنی ټولنه کښی هم له بحران سره مخامخ دی٠ نو ښاغلی جيا څوه دا أرزو لری چه د تبت د قومی کلتوری ميراثونو د ساتلو دپاره خدمتونه ترسره کړی٠

د کلتوری ميراثونو د ژغورلو دپاره ښاغلی جيا څوه پخپله د چين ملی ژبه زده کړيده، که څه هم هغه په روانه توګه ملی ژبه نشی ويلای ، خو بيا هم يی په دی ژبه له خبريال سره مرکه وکړه ٠ نوموړی د تبتی اوپرا د يادولو په بهير کښی په خوښۍ سره وويل:

ٌ د تبت د هر ځای تبتی اوپرا ځانګړی خصوصيت لری، که څه هم د سندرو اکثره شعرونه يو شان دی، خو اهنګ يی توپير لری٠ د شان نان په سيمه کښی دوولس ولسوالۍ شته او د بيلا بيلو ولسواليو تبتی اوپرا خپل خصوصيت ساتی٠ د ټول تبت لومړنی اوپرا د شان نان په سيمه کښی وزيږيدله ٠ٌ

ښاغلی جيا څوه په ١٩٨٥ کال کښی د قومی کلتوری ميراثونو په ژغورلو پيل کړيدی٠ په هغه وخت کښی د چين د مرکزی حکومت د ترتيباتو له مخی، د تبت په بيلا بيلو ځايونو کښی د قومی کلتوری ميراثونو د ژغورلو ګروپونه او د ادبياتو او هنرونو په باب د لسو لويو علمی کتابونو چلوونکی ډلې جوړې شوېدی٠ دغو سازمانونو د هغو خاصو پيسو په مصرفولو سره چه د چين د مرکزی حکومت او د تبت د خودمختارې سيمې د حکومت لخوا تخصيص شوې وی، د تحقيقاتو له لاری د تبت د بيلا بيلو قومونو کلتوری ميراثونه راغونډ او تنظيم کړل ، و يی څيړل او چاپ يی کړل٠ له شلو کالو راهيسی ښاغلی جيا څوه په نوموړو کارونو کښی برخه اخيستی او د فولکلوری سندرو د راغونډولو دپاره يی زيات سخت کوششونه کړيدی٠

هغه وويل چه ٌ په هغه وخت کښی زه څه دپاسه ديرش کلن وم او له مشکلاتو او ستړتيا څخه نه ويريدم٠ کله چه مونږ د فولکلوری سندرو د ټولولو دپاره بيلا بيلو ځايونو ته تللو ، ډير خوشحاله ؤ٠ مونږ د بيلا بيلو ځايونو له زياتو هغو فولکلوری هنرماندانو سره چه عمر يی له شپيتو کلونو څخه اوښتی دی اشنا شوو ، د دوی له خولې څخه مو زياتې خوندورې فولکلوری سندرې واوريدلې او هغه مو راغونډې کړې٠ ٌ

د ښاغلی جيا څوه او د ده د ملګرو د کوششونو په اثر د تبت د بيلا بيلو قومونو لرغونی کلتوری ميراثونه په ښه شان سره ساتل شويدی٠ اوس ښاغلی جيا څوه د نړۍ په غيرمادی کلتوری ميراثونو کښی د تبتی اوپرا د شاملولو دپاره هڅه کوی٠ هغه وويل چه تبتی اوپرا لرغونی تاريخ لری او کلتوری ارزښت يی لوړ دی٠ نو هغه د خپلو کوششونو د کاميابيدو په لاره کښی پوره باور لری٠ هغه له خبريال سره د مخه ښی په وخت کښی د تبتی قوم يوه خوندوره فولکلوری سندره وويله ٠