<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-12 19:31:15    
د مونږ او اوريدونکو د خپرونی ګرانو اوريدونکو __ اسلام عليکم

cri

زه عنايت اللله امزاو زه چين چونګ يو ځل بيا حاضر شوی يو او ددی اونی د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کښی يو .هيله ده چه د روغتيا په جامو پټ واوسی او نننی خپرونه په خوښۍ او خوشحالۍ سره واوری .

رمز __ دا ليک د پاکستان مانسهری نه داريانا کلب غړی او د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسيدونکی نثار احمد احمدی راليږلی او د سلامونو نه وروسته زمونږ دغه قدرمن اوريدونکی هم د پاکټونو د نه ليږلو ګيله کوی او وايی چه شپږ ليکونه می تاسو ته ليږلی ، خو د يوه ليک په مقابل کښی مو ما ته پاکټونه

وانه استول ، وروسته له خپلو ګيلو نه ليکی چه ما سره ملګری دی محمد عارف عرفان ، حسن خان قلميار، قدرت الله ارمانی ، طارق الله همدرد ، علی محمدخاکسار او هدايت الله قادری .

دغه شان نثار احمد احمدی وايی چه دهوا په څپو کښی زما سلامونه په افغانستان کښی زما پلار ته ورسوی . بيا د خپلو خبرو په بله برخه کښی ليکی چه مونږ ټول هره ورځ د چين د بين المللی راډيو د پښتو خپرونی ټول پروګرامونه او په ځانګړی توګه دمونږ او اوريدونکی خپرونه په شوق او ذوق سره اورو .همدا شان ښاغلی نثار احمد احمدی د خپل ليک په پای يو شعر هم ليکلی دی چه لومړی بيت يی داسی دی

د عشق په دروازه کښی ځان وتړه

ريښتيا چه در ته وايم ټول جهان وتړه

البته د پروګرام د وخت د کمښت له امله ټول شعر يی نشو لوستلی .

چين چونګ ___ محترم نثار احمد احمدی ورور ته مونږ هم سلامونه وايو .ستاسو ګيله هم په سترګو منو .خو ستاسو هيڅ ليک بی ځوابه نه دی پاتی يعنی هغه مو پخپل وخت په تيرو خپرونو کښی خپاره کړی دی .پاکټونه به هم ستاسو په پته درواستوو او هم مو په تيره اونی کښی مطبوعات او پاکټونه تاسو ته استولی دی .دا چه ډيرو اوريدونکو ليکلی چه ولی پاکټونه مو نه دی استولی .زمونږ هغه همکار چه د پوستی د استولو دنده په غاړه لری ،څه نا څه يوه مياشت د رخصتی دپاره تللی و، اوس چه بيرته راغلی دی ،نو هرومرو به دغه ستونزه حله شی .خوشحاله اوسی .

رمز __دا ليک د پاکستان د هريپور شلم نمبر کمپ نه زمونږ دايمی اوريدونکی او د باختر کلب مشر سيدالرحمن بهير راليږلی ، ځولی ځولی سلامونه يی ليکلی او د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو د کاليزی د چشن له امله يی مبارکی ويلی ده . د ليک په پای کښی زياتوی چه زه له تاسو څخه ډير ګيله من يم ، ځکه په تيرو څلورو مياشتو کښی مو ما ته مطبوعات نه دی راليږلی ، ددی علت څه دی؟

چين چونګ ___محترم سيد الرحمن بهير ته مونږ هم سلامونه وايو . دچين د ولسی جمهوريت د جوړيدو د کاليزی له امله دمبارکی ويلو څخه مو مننه کوو او دا چه مطبوعات تاسو ته نه دی رسيدلی ، لږ څه دغه کار له ځنډ سره مخامخ شوی و ، خو اوس مو ستاسو په پته استولی دی .هيله ده چه تر لاسه کړی مو وی .

رمز __ دا ليک د صوبه سرحد مانسهری نه فضل الله راليږلی د سلامونو نه وروسته ليکی دا زما دريم ليک دی او غواړم له تاسو سره قلمی رابطه ټينګه کړم او بيايی د خپل ليک په پای کښی د مطبوعاتو او پاکټونو غونښتنه کړی ده .

چين چونګ __ محترم فضل الله ته مونز هم سلامونه وايو هيله ده چه په

راتلونکی کښی هرومرو ليکونه راواستوی . مطبوعات او د ليک پاکټونه مو دمخه استولی دی ، خوشحاله اوسی .

دا ليک هم دصوبه سرحد مانسهری نه رارسيدلی دی، دليک ليکونکی ډاکتر محمد اسماعيل احمدزی دی ، دوی په خپل ليک کښی د ځولی ځولی سلامونو تر څنګ زياتوی چه ستاسو خط ما ته راورسيد ، زه پری ډير خوشحاله شوم او د مونږ او اوريدونکی خپرونه هميشه اورم او د ليک په پای کښی يی د خپل شعر د خپريدو غوښتنه کړی ده .

چين چونګ __دمحترم ډاکتر صاحب اسماعيل احمدزی سلامونو ته وعليک وايو او ستاسو په شعر ښه پوه نشوو ، هيله ده چه په راتلونکی کښی په واضحه او څرګنده توګه خپل شعرونه وليکی او هم بايد د پروګرام دروحيی او وخت سره برابروی .ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

ګرانو اوريدونکو ، اوس به تاسو يو واربيا د چين د قيمتی ټاپو _ تايوان په اړ ه معلوماتی مسابقی په باب څلورم مضمون واوری چه عنوان يی دی ،ټول چينايان د ښامار ميراث خواران دی .