د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د نوامبر په دوولسمه نيټه د بنګله ديش په مرکز داکه کښی د جنوبی أسيا د سيمه ايزې همکارۍ د اتحاد په ديارلسمه سرمشريزه غونډه کښی د ګډون په وخت کښی وويل چه زه په خوښۍ سره وينم چه د اسلام اباد د سرمشريزې غونډې له جوړيدو راهيسی د پاکستان او هند ترمنځ سياسی فضا ښه والی موندلی دی او دواړه خواوې د سوله ايزو خبرواترو له لاری د کشمير د شخړې په شمول د ټولو موضوعاتو د حل دپاره کوششونه کوی ٠